د ټېکنالوجۍ په دور كښې د وسله والې جګړې ځای د بیانیې جګړې نیولی، د پروپېګنډې په ضد مبارزه ټولې نړۍ لپاره لویې چېلنج دې٬ ملګري ملتونه باید د جعلي خبرونو او کرکې مخنیوي لپاره یوه تګلاره جوړه كړي۔ چوهدري فواد حسېن

image

اسلام آباد۔19نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د ټېکنالوجۍ په دور كښې د وسله والې جګړې ځای د بیانیې جګړې نیولی، د پروپېګنډې په ضد مبارزه ټولې نړۍ لپاره لویې چېلنج دې٬ ځيني هېوادونه او ډلې د خپلو مخالفينو بدنامولو له ميډيا د آلې په توګه كاروي٬ ملګري ملتونه باید د جعلي خبرونو او کرکې مخنیوي لپاره یوه تګلاره جوړه كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاكستان كښې د هولی سی (ویټیکن سټی) سفیر کرسټوف ال کاسیس سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل پاکستان او هولی سی (ویټیکن سټی) د جعلی خبرونو او د كركې رامخې ته كوؤنكو موادو ختمولو له په ګډه كار كولې شي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د اطلاعاتو وزارت د مذهبونو ترمينځه او سوله ايزې همغږۍ ته وده وركولو له كار كوي۔ هغه ووئيل چې په پاكستان كښې د سېك مذهب د باني بابا ګورونانك د زېږېدنې د ورځې مراسم روان دي او په قومي ټي وي چينلونو د بابا ګورونانك د ژوند او تعليماتو په اړه خاص پروګرامونه خپرېږي۔ د ويټيكن سټي سفير په نړۍ كښې امن باوري كولو له د بېلو مذهبونو پېروكارو ترمينځه د مذهبي همغږۍ په حاجت زور راوړلو سره ووئيل هولي سي (وېټیکان سټي) په پاکستان کښې ځایی کلیساګانو سره همکاري غواړي.

مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں