اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ خاص مرستيال حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د هېواد سلامتيا ادارو او پاك پوځ کردار د ستائنې وړ دے، اسلامي نړۍ كښې پاکستان يواځنے هېواد دے كوم چې په ترهه ګرۍ قابو موندلے دے، د عراق ، شام ، يمن او ليبيا حالات د ڼرۍ په وړاندې دي، د پاکستان آئين ٬ قانون او بيرغ منونكو سره بايد خبرې وكړې شي،د تير وخت ټولو حكومتونو د تحريك طالبان پاکستان او کالعدم تنظيمونو سره رابطې هم كړي او خبرې هم ٬ دغسې سياسي ګوندونو ته ټاكنو كښې د کالعدم تنظيمونو مرسته ترلاسه وي۔ده ووئېل به قومي ايکشن پلان بشپر عمل سره انتها خوښي ختميدې شي۔ دا خبرې ده د زيارت په ورځ ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړي۔په دې موقع مولانا نعمان حاشر، مولانا قاسم قاسمي ، مولانا طاهر عقيل اعوان، مولانا ابو بکر صابري ، مولانا الياس مسلم ، مولانا محمد شهباز ، صاحبزاده ثاقب منير، مولانا محمد اشفاق پتافي ، مولانا محمد اسلم صديقي او نور هم موجود وؤ