اولس ته د معياري خدماتو وركړه د حكومت ذمه واري ده، د داروګانو په څانګه كښې بهترې لپاره به سرمايه كاري كولې شي. د وزيراعظم د قومي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان

image

اسلام آباد 08 نومبر(اے پي پي) د وزيراعظم د قومي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان وئيلي دي چې اولس ته د معياري خدماتو وركړه د حكومت ذمه واري ده، د داروګانو په څانګه كښې بهترې لپاره به سرمايه كاري كولې شي، د روغتيا په څانګه كښې اصلاحات كوو. ده دا خبرې د جېكب لائنز ډسپنسرې د دورې كولو په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. په دې موقع د ډسپنسرې انچارج هغه د ستونزو نه خبر كړو. ډاكټر فېصل سلطان په ډسپنسرې كښې د اسانيو جاج واخستو او وې وئيل چې د روغتيا په څانګو كښې اصلاحات كوو. ده ووئيل چې په مېډيكل كالجونو كښې داخلې لپاره هم د معيار ټاكنه شوې ده. ده ووئيل چې اولس ته د معياري خدماتو وركړه د حكومت ذمه واري ده، د داروګانو په څانګه كښې بهترې لپاره به سرمايه كاري كولې شي.

مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں