وزير اعظم عمران خان به د لله نه تر جهلم روډ د بنياد تيګه كېږدي

image

اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) وزير اعظم عمران خان نن د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې په يوه دستوره كښې د لله نه تر جهلم د سړك د بنياد تيګه ږدي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د 128 کلوميټر په اوږد ډبل روډ جوړولو به 16 اربه روپۍ لګښت راځي او دا به په درېش مياشتو كښې سر ته رسي۔ دې سړك سره به چکوال، خوشاب، منډي بهاوالدين، ګجرات او د مير پور په سيمو كښې رابطې جوړې شي، د دې سړك له امله به د سېلګري ودې٬ د فصل د پټي نه تر منډۍ رسد٬ د روزګار موقعو كښې اضافه او معاشي پرمختګ كښې مرسته وشي۔ دستورې ته به د وزيراعظم نه علاوه د پنجاب وزيراعلی سردار عثمان بزدار او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري حسېن هم وېنا كوي

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں