پېنډي 08 نومبر (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د كاناډا نائب خارجه وزيرې مارتا مورګن ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو٬په بېلو څانګو كښې په دوه اړخيز مرسته٬په مجموعي سيمه ايز صورتحال او په افغانستان كښې د بشري همدردۍ په بنياد په اقداماتو كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې په دې موقع سرلښكر ووئيل پاكستان كاناډا سره د دوه اړخيزه روابط روايت په ځاې ساتلو او د تل پاتې او ګڼ اړخيزه مقاصدو پائيداره اړيكو خوښي لري۔ده د بشري بحران مخ نيوي لپاره د افغانستان په معامله د نړيوال اتحاد ضرورت له د عزم پخلے وكړو۔د كاناډا نائب خارجه وزيرې د افغانستان څخه د انخلا او په سيمه ايز استحكام كښې د پاكستان كردار وستائېلو او پاكستان سره په هره كچه په سفارتي مرسته كښې د لا ښه والي لپاره ئې د خپل كردار ادا كولو د عزم اظهار وكړه۔