په نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر كښې د كووېډ-19 د تازه صورتحال په اړه غونډه

image

اسلام آباد 08 نومبر(اے پي پي)په نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر كښې د كووېډ-19 د تازه صورتحال په اړه غونډه د ګل په ورځ وشوه. د غونډې په مهال فورم د كووېډ-19 د تازه صورتحال او د واكسين لازم نظام د هڅو او د وېكسينېشن باوري كولو د سباٶن لائحه عمل نه خبر كړے شو. په هېواد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس د مثبت كېسونو شمېره 449 راغلې ده او په هېواد كښې د مثبت كېسونو شرح 1.7 پاتې شوې. د تېر 24 ساعتونو په مهال په وبا كښې نور 9 كسان په حق رسېدلي دي. په آئي سي يو كښې د كورونا د رنځورانو شمېره يو زر 235 ده.

مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں