اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان او د كسان اتحاد استازو ترمينځه خبرې اترې كاميابې شوي ٬ د دې نه پس د كروندګرو اتحاد استازو احتجاجي پرلت ختم كړو ٬وزيراعظم سره په ملاقات كښې د كروندګرو استازو خپلې ټولې غوښتنه وړاندې كېښودلې٬په دې عملدرآمد لپاره بين الوزرا كميټي جوړه كړې شوه٬د كاميابو خبرو اترو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان ووئيل د كروندګر اتحاد استازي خالد بټ چې كومې خبرې كړي٬د وزيراعظم او زما سره د ملاقاتونو چې كوم احوال وئيلي شوے هغه درست دے٬راتلونكې اوونۍ كښې به وزيراعظم شهباز شريف د كروندګرو پېكج اعلان كړي٬د دې څخه به د هېواد كروندګرو او كركيلې ته ګټه ورسي۔ده ووئيل كروندګر غله پېدا كوي ٬ دې پیكج نه پس به كروندګر خپل پیداوار زيات كړي٬د خالد بټ په قيادت كښې د كسان اتحاد پلاوي وزيراعظم سره ملاقات كړے۔د پلاوي غوښتنه وه چې د موجوده كركيلې بلونو ادائيګي دې موخر كړی شي٬ دې پلاوي سره د وړومبي ملاقات نه پس د برېښنا بلونه موخر كړي شوي٬نن د پلاوي غوښتنه وه چې بلونه زيات دي او ادا كولې نه شو٬دا دې په قسطونو كړی شي٬وزيراعظم دا غوښتنه هم منلې ٬دغسې د فيول اېډجسټمنټ په اړه د پلاوي غوښتنه هم منلې شوې ۔٬ده ووئېل په ټولو غوښتنو وزيراعظم د وزيرانو يوه كمېټي جوړه كړه٬٬ كومه به چې د دې چارې د يو يو څيز جاج اخلي ٬كه كروندګر خوشحال وي نو مونږ ټول به خوشحاله يو ٬ دا زمونږ نظريه هم ده٬ده ووئېل مونږ به ټولې مسئلې حل كوو۔داخله وزير ووئيل وزيراعظم د كروندګرو اتحاد اېف پي اے په معامله ووئيل ما په قطر كښې چې كوم اعلان كړے ؤ د هغې له مخې به د كروندګرو په بلونو هم په سمدستي توګه عملدرآمد باوري كړے شي۔ده ووئيل د كروندګرو اتحاد او ټولو عهديدارانو او استازو مننه كوم٬د حكومت كروندګرو اتحاد سره مذاكرات كامياب شوي ٬ ده ووئېل د كروندګرو اتحاد ټاكلي استازي به اوس زمونږ سره كېښني ٬ پاتې نور خلق دې ستونزې نه رامخې ته كوي او خوشحالۍ سره دې خپلو كورونو ته بېرته لاړ شي٬اوس د غوښتنو تر سره كول زمونږ ذمه واري ده۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي دهرنې د مخ نيوي حكمت عملي ترسره كړې شوې ٬ كروندګر زمونږ وروڼه دي٬هغوي سره په ګډه خبره شوې٬سياسي دهرنا يوه فتنه ده٬د هغې به مونږ مخ نيوے كوو۔ ده ووئېل د آئين آرټيكل 245 له مخې به فورسز راغواړو ٬ايف سي٬رينجرز٬د اسلام آباد او سندھ پوليس به هم وي۔د كروندګرو اتحاد نمائنده خالد بټ ووئيل زمونږ مركزي غوښتنه د فيول پرائس ايډجسټمنټ وه٬وزيراعظم شهباز شريف زمونږ خبره تسليم كړې۔ده ووئيل كه چرې كروندګر خوشحاله وي نو هېواد به خوشحاله وي٬مونږ خپلې خبرې د ميډيا د لارې تر ايوانونو رسولې۔ده ووئيل د كورونو صارفينو تر 300 يونټس رعائيت په معامله هم وزيراعظم د توان وزارت ته خاص هدايات جاري كړي٬مونږ د كورنيو چارو وزير هم مننه كوو چا چې د وړومبۍ ورځې څخه زمونږ سره ښه سلوك كړے او د معاملې پرامن حل لپاره يې خپل بنيادي كردار ادا كړے۔خالد بټ ووئيل د هرنه وركونكو ټولو كروندګرو مننه وكړه٬دې كروندګر وروڼو زمونږ په هر سخت وخت كښې ملګرتيا كړی٬ ده ووئېل مونږ وزيراعظم ته ټولې غوښتنه وړاندې ايښودي٬مونږ وزيراعظم ته خواست كړے جې د وزيرانو كمېټي دې زر تر زره زمونږ په غوښتنو كار بشپړ كړي٬اوس ځكه چې زمونږ غوښتنې ومنلې شوې نو زه باقاعده د احتجاجي دهرنې ختمولو اعلان كوم او دغسې دهرنا ختمه كړې شوه۔