د صدر ډاكټر عارف علوي د سېنټر فار ايرو سپيس اينډ سكيورټي اسټډيز تر سيورې لاندې نړيوال كنفرنس ته وينا

image

اسلام آباد 19 اكتوبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان له به رامخې ته شوو نړيوالو چيلنجونو كښې مخ په وړاندې تللو له د سائبر وارفيئر پشممول روايتي او غير روايتي سكيورټي دائره كار محفوظولو له يوه جامع تګلاره جوړول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ ګلوبل سټريټجك تھريټ اينډ ريسپانس 2022 كنفرنس پرانستي سېشن ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل تجديد شوے نړيوال نظام د جامع حالاتو غوښتنه كوي كوم چې ټولو ښارونو لپاره د يو سوكاله سباؤن كورنۍ او بهرنۍ موقعې باوري كوي۔ د پاكستان ايئر فورس د تھنك ټينك سېنټر فار ايرو سپيس اينډ سكيورټي سټډيز د سيورې لاندې نړيوال كنفرنس كښې د پاك فضائيه پخوانو مشرانو ،د هېواد او غير ملكي سټريټجكي پوهانو ، محققينو، سفارت كارو او د تعليم پوهانو ګډون وكړو۔ صدر مملكت ووئيل سائبر سكيورټي، ميټا فزيكس او د مصنوعي ذهانت په دور كښې هېواد له د سماجي اهميت په څانګو كښې ډيټا انټيګرېشن سنبھالولو او د هغې انتظام كولو صلاحيتونو ته وده وركولو له د هلو ځلو ضرورت دے۔ده د ماليات او دفاع په شان مهمو څانګو كښې د آپريشنل خنډانو مخنيوي لپاره په اداره جاتي كچه د هائبرډ فائر وال قوي كولو په حاجت زور راوړو۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل نړۍ كښې جمهوريتونه طاقت ورو لابيو او كارپوريټ ادارو د اخلاقيات برعكس د خپلې ذاتې ګټې لپاره كمزوري كړي دغسې پاكستان د 40 كلونو راهسې په خپله خاوره نزدې د 40 لكهه كډوالو كوربتوب كولو سره د اخلاقياتې چيلنج مقابله كړې ۔ صدر ووئيل پاك فضائيه عمر له اتلان پيدا كړې او د هېواد د فضائي پولو دفاع كولو سره ئې د مناسب غبرګون په څرګندولو كښې وړاندې والے ساتلے ۔ په دې موقع د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو هم خطاب وكړو۔ په دوه ورځني كنفرنس كښې به د پاكستان جيو اكنامكس، سيمه ايزي رابطي او ايرو سپيس سكيورټي، رامخې ته شوې ټيكنالوجيز او د سباؤن جنګ ، سوئيلي اسياﺀ كښې سټريټجكي استحكام او مصنوعي ذهانت نه علاوه د سائبر وارفيئر ملټري ايپلي كيشنز پشمول په نور موضوعاتو غور كولې شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں