اسامه بن لادن به نواز شريف سره مالي مرسته كوله٬نيوكليئر پروګرام د صدر په څارنه كښې وو٬وزيراعظم نواز شريف به د دې نه لاعلم وو۔پھ امريكا كښې د پاكستان پخوانۍ سفيرې سيده عابده حسېن خبرې

image

اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی) پھ امريكا كښې د پاكستان پخوانۍ سفيرې سيده عابده حسېن وئېلي دي چې اسامه بن لادن به نواز شريف سره مالي مرسته كوله٬نيوكليئر پروګرام د صدر په څارنه كښې وو٬وزيراعظم نواز شريف به د دې نه لاعلم وو٬زما رابطه به صدر غلام اسحاق خان سره وه ځكه چې هغه په نواز شريف باور نه لرلو۔د خالي په ورځ نجي ټي وي چينل سره په مركه كښې هغې ووئيل چې دا خبره درست ده چې اسامه بن لادن د نواز شريف ملاتړ كړې وو او هغه سره يې مالي مرسته هم كوله۔سيده عابده حسېن ووئيل چې په كال 1990 كښې پھ امريكا كښې زه وزيراعظم سفيره نه ووم جوړه كړی بلكې صدر غلام اسحاق خان جوړه كړی ووم٬صدر غلام اسحاق خان وئېلي وو چې زمونږ د نيوكيلئر پروګرام په ترسره كېدو كښې به 18 مياشتې ولګي ماته يې وئېلي وو چې ته به اتلس مياشتې امريكايان په خبرو كښې بوښت وساتې او ما هم دغسې وكړل۔هغې ووئيل چې ماته وئېلي شوي وو چې پھ ټېليفون به خبرې نه كوې په اتلسو مياشتو كښې پنځه ځله پاكستان ته راغلم او د صدر نه به مې بريفنګ اخستو۔هغې ووئيل چې نيوكليئر پروګرام په كال 1983 كښې نه بلكې په په كال 1992 كښې ترسره شوې وو۔د امريكې د پارليمان غړو او سفارتكارو به پھ مونږ د پروګرام ختمولو فشار اچولو۔ما داسې چارې نه وې ساتلې چې خفيه ادارې څه ترلاسه كړي ا و زمونږ پھ ضد يې استعمال كړي

مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں