چې څومره چغې ووهي، آه و بكا وكړي، ټوپونه ووهي خو عمران خان به د دوي څخه بلېك مېل نه شي، مريم صفدر كه ته د بلاول بهټو هر څومره تابعداري وكړې ، تاسو ته به د پيپلز ګوند استعفٰي ګانې په لاس رانشي. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز

image

اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي چې په نننۍ غونډه كښې د ادارو په ضد د داسې ژبې كارول د دې خبرې ثبوت دے چې دوي خپل اقتدار لپاره تر هر يو حد تللې شي، چې څومره چغې ووهي، آه و بكا وكړي، ټوپونه ووهي خو عمران خان به د دوي څخه بلېك مېل نه شي، حساب خو به وركول وي، دې ځل د تېر وخت پشان د اېن آر او ترلاسه كېدو كوم چانس نشته، مريم صفدر كه ته د بلاول بهټو هر څومره تابعداري وكړې ، تاسو ته به د پيپلز ګوند استعفٰي ګانې په لاس رانشي، وزيراعظم عمران خان وئيلي وو چې د دوي سياست بند ګلې ته داخل شوې. د اتوار په ورځ د پي ډي اېم د لاړكانه غونډې په اړه خپل غبرګون جاري كولو سره په وېډيو بيان كښې ده ووئيل چې د ذوالفقار علي بهټو او شهيدې بېنظير بهټو پلېټ فارم كارولو سره د پي ډي اېم مشران يو ځائ ناست دي، مونږ ټولو ته معلومه ده چې په تېر وخت كښې نواز شريف او د ده ګوند د ذوالفقار علي بهټو او شهيدې بېنظير بهټو په ضد كومه بدزباني او سازشونه كړي دي. تر دې چې هغه د دار تر تخته رسولو كښې سهولت كار جوړ شول. ده ووئيل چې بلاول او مريم لپاره د شرم مقام دے چې دوي د خپلو ذاتي ګټو تحفظ لپاره خپلې سياسي قبلې بدلې كړې، نن به ذوالفقار علي بهټو او بېنظير بهټو په خپلو قبرونو كښې ناارامه وي چې اوس د دوي اولادونو د قومي كچې ګوند كوم ځائ ته ورسولو. يوه نظرياتي پارټي كرپشن پارټي جوړه كړې شوه. ده ووئيل چې د مريم د غصې او څېرې څخه څرګند تذبذب د دې خبرې ګواهي وركوي چې پي ډي اېم مات شوے. دا هغه مېرمن ده چې وئيل به ئې چې لندن خو څه په پاكستان كښې هم كوم جائيداد نه لري، كومه چې د كېلبري فاٶنټ موجد ده او په خپله صفائي كښې قطري خط وړاندې كوونكې ده. د هغې پلار سره د دې چې درې ځله وزيراعظم پاتے شوے، د دې پوښتنو ځواب نه وركوي چې اثاثې ئې څنګه جوړې كړې. د دې دوه خبرو نه علاوه ئې ټولې خبرې وكړې. دوي اقتدار د اولس خدمت لپاره نه كاروبار زياتولو لپاره كارولې. دوي د اولس حق لوټ كړے او ادارې ئې تباه كړې دي. په دوي كښې نه شرم شته او نه حيا ، دا هغه غله دي كوم چې الټه كوتوال رټي. ده ووئيل چې دوي د يو داسې جمهوري حكومت او مقبول ليډر عمران خان په ضد يو موټې شوي دي كوم چې د دې هېواد د سباٶن هيله او د پرمختګ زينه دے

مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste
متعلقہ مضامین
مزید خبریں