پاك بحريه د هر ډول جارحيت سم ځواب وركولو لپاره هر وخت چمتو ده. اميرالبحر اېډمرل محمد امجد خان نيازي

image

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) اميرالبحر اېډمرل محمد امجد خان نيازي وئيلي دي پاك بحريه د هر ډول جارحيت سم ځواب وركولو لپاره هر وخت چمتو ده. د پاك بحريه وياند له مخې په نېول هېډكوارټرز اسلام آباد كښې د پاك بحريه د كمانډ اېنډ سټاف كانفرنس وشو. د كانفرنس مشري د پاك بحريه مشر اېډمرل محمد امجد خان نيازي وكړه. د كانفرنس په مهال د منطقې د امنيت صورتحال، د پاك بحريه د آپرېشنل تيارې ، د ځوانانو د تربيې او د خېر ښېګړې د چارو جاج واخستلے شو. نېول چيف ته د پاك بحريه د بېلا بېلو دفاعي پروژو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو. امير البحر د جديد ټېكنالوجې ترلاسه كولو د لارې د پاك بحريه په صلاحيتونو كښې اضافې لپاره اقدامات او آپرېشنل تيارې وستائيلې. نېول چيف په هېواد كښې د كورونا وبا مخ نيوي لپاره د حكومت په پالېس د مكمل عملدرآمد په اړه فيلډ كمانډز ته هدايات هم وركړل.

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام
متعلقہ مضامین
مزید خبریں