حكومت محدود وسائل لري او د حكومتي آمدن نيمه برخه د پور په وركولو ځي۔ د وزيراعظم عمران خان د پېښور انسټيټيوټ آف کارډيالوجي پرانستې په موقع څرګندونې

image

پېښور 16 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د صحت سهولت کارډ غوندې سهولتونه د مدينې رياست غوندې فلاحي رياست پلو عملي ګام دے٬ حكومت محدود وسائل لري او د حكومتي آمدن نيمه برخه د پور په وركولو ځي چې په سوسب ئي حكومت له د هېواد په هر يوه سيمه كښې جديد روغتونونه جوړول د سركاري فنډز څخه ممكن نه دي٬ نو دې پروګرام سره به يو خوا كه د نجي روغتونونو د جوړېدو ډاډګيرنه وكړې شي نو بلخوا به د صحت سهولت كارډ غوندې سكيمونو د لارې اولس ته په سركاري خرڅ په نجي روغتونون كښې د دارو درملو جديد سهولتونه وركړې شي ٬ او دا به د اولس په ګټه وي۔ وزيراعظم دا خبرې د شورو په ورځ د پېښور انسټيټيوټ آف کارډيالوجي پرانستې په موقع كړ۔ ده ووئيل حكومت ګرد هېواد په خاص پسمانده سيمو كښې د نجي روغتونو جوړولو لپاره د نجي سېكټر ډاډګيرنه كوي او دې روغتونونو جوړولو لپاره د سركاري زمكې په خاص توګه د وقف املاك په ارزانه بيعه وركړے كېږي دغسې چې نجي څانګه په پسمانده سيمو كښې جديد روغتونونه جوړولو كښې خوښي واخلي او د دغه سيمو بې وسه اولس ته په چوكاټ دننه د دارو درملو سهولتونه ترلاسه شي۔ده ووئېل طبي څانګې لپاره د آلات په درآمد كولو ډيوټي هم ختمه كړې شوې۔ ده ووئيل صوبه كښې د صحت سهولت كارډ غوندې فقيد المثال سكيم معرفي كول او د پېښور انسټيټيوټ آف کارډيالوجي په بشپړولو صوبائي حكومت ته پيرزوئنې وړاندې كوم۔ وزيراعظم ووئيل چونكه د صحت سهولت كارډ سكيم له مخې سركاري روغتونونو سره سره په نجي روغتونو كښې هم په سركاري خرڅ بې وسه كسانو ته د دارو درملو سهولتونه وركړے كېږي او دې لپاره اوس نجي څانګه هم د صوبې په پسمانده سيمو كښې روغتونونه جوړولو ته توجه وركوي ۔ده ووئېل كه په دې موقع د حكومت لخوا نجي روغتونونه جوړولو لپاره نجي څانګه ته سهولتونه وركړې شي نو دا روغتونونه به زر جوړ شي او د صحت سهولت كارډ غوندې سکيمونو څخه ګټه پورته كولو سره به رنځوران د علاج معالجې په اړه زيات سهولتونه ولري۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل كوم خلق چې په حكومت تنقيد كوي چې د مدينې رياست جوړول يوازې يوه نعره ده ھغوي دې اوګوري د صحت سهولت کارډ غوندې سهولتونه د مدينې غوندې فلاحي رياست پلو عملي ګام دے ۔ ده ووئيل د مدينې رياست وړومبنے اسلامي فلاحي رياست ٶ كوم چې د بې وسه او نادارو طبقو مسئلې او ستونزې حل كولو ته اول پام لرنه كړې او د پاكستان موجوده حكومت هم د دغې نظريې له مخې مخ په وړاندې روان دے۔ ده د پېښور انسټيټيوټ آف کارډيالوجي جوړول هم د صحت په څانګه كښې يو مهم ترين پېشرفت ګرځولو سره ووئيل د دې انسټيټيوټ جوړېدو سره به نه يوازې د خېبر پښتونخوا بلكې د افغانستان د زړه ر نځورانو ته هم غوره طبي سهولتونه ترلاسه شي۔ ده ووئيل دا لويه بد مرغي وه چې په خېبرپښتونخوا كښې تر اوسه د زړه رنځونو لپاره دا ډول انسټيټيوټ نه ٶ او موجوده صوبائي حکومت د محدودو وسائلو او د کرونا څخه د رامخې ته شوي صورتحال غوندې چېلنجز باوجود فنډز باوري كولو سره د پېښور انسټيټيوټ آف کارډيالوجي بشپړېدل باوري كړل په كوم چې د صوبائي حكومت څومره هم ستائنه وشي كمه ده ۔ ده ووئيل ګرده نړۍ كښې د زړه او د كېنسر رنځورانو د مرګ شرح د ټولو نه زياته ده ٬ دې لپاره د پېښور انسټيټيوټ آف کارډيالوجي غوندې ادارې جوړول ضروري وٶ۔ ده امر وكړٶ چې په دې انسټيټيوټ كښې وركولې كېدونكو جديدو سهولتونو معيار دې په برقرار وساتلے شي ځكه چې عموماً سرکاري جوړ روغتونه خپل معيار په ځاے نه ساتي او دې سره د روغتونونو كاركردګي تنزلۍ سره مخ كېږي ٬ ځكه دا ضروري ده چې كوم طبي مركزونه په سركاري څانګه كښې جوړ كړې شوي د هغي معيار په ځاے ساتل او دا د ښه نه ښه جوړولو ته خاص پاملرنه اوشي۔ وزيراعظم عمران خان په دې موقع د اسلام آباد په پمز روغتون كښې د اصلاحاتو عمل په ضد احتجاج كوٶنكې طبي عملې ته ووئيل د حكومت په طبي څانګه او روغتونونو كښې د اصلاحاتو مقصد پرائيويټائزېشن كول نه دي بلكې د دې اصلاحاتو مقصد په روغتونونو كښې د جزا او سزا نظام معرفي كول او مېنجمنټ سسټم كښې بهتري راوستل دي ځكه چې د جزا او سزا د نظام نشتوالي په سبب د سركاري روغتونو په كاركردګۍ منفي اثرات مرتب كېږي او په دې د اولس باور له مينځه ځي ۔(GUL/ZIA/1502)

مضمون کا ماخذ : کڑک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں