د پي ډي اېم بيانيه په هېڅ صورت جمهوري نه ده، د كال 2018م د ټولټاكنو د سپېځلتيا اعتراف نړيوالو ادارو هم كړے. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د علي امين ګنډا پور سره يو ځائ خبري كانفرنس ته وېنا

image

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي چې د پي ډي اېم بيانيه په هېڅ صورت جمهوري نه ده، د كال 2018م د ټولټاكنو د سپېځلتيا اعتراف نړيوالو ادارو هم كړے، آيا اپوزيشن د انتخابي درغلې معامله د ټاكنو په كميسون، ستره محكمه يا پارلمان كښې پورته كړې، تاسو سره د درغلې ثبتونه كوم دي، زمونږ په تحريك او د دوي په تحريك كښې فرق دا دے چې مونږ هر يو جمهوري فورم كارولې او دوي غېر جهموري چالونه كاروي، د پي ډي اېم مشري داسې سړے كوي، كوم چې په خپل كور كښې عزت نه لري، مولانا فضل الرحمان د خپل ځان په ضد كرپشن كېسونو په اړه د ځواب وركولو په ځائ دړكې وركوي، د حق او رښتيا غږ پورته كوونكي د ګوند نه ويستل كوم جمهوريت دے، مولانا فضل الرحمان په خپل ګوند كښې غېر ضروري شوے، پي ډي اېم خو هسې هم ساه وركړې، ذاتي مقاصدو لپاره د مدرسو ماشومان كارول كېږي. ده دا خبرې د جمعې په ورځ په پي آئي ډي كښې د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور سره يو ځائ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې د پاكستاني حكومت لخوا مسيحي ټولنې ته د كرسمس مباركي وايم او د پاكستان باني قائداعظم د زېږون په ورځ هغه ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوو. ده ووئيل چې زمونږ په هېواد كښې يو تحريك چلېدلې و كوم چې د پي ډي اېم په نوم پېژندل كېږي، پي ډي اېم هغه اتحاد دے كوم چې نوم د جمهوريت كاروي خو د دوي بيانيه په يو صورت هم جمهوري نه ده. ده ووئيل چې پاكستان تحريك انصاف د ټاكنو د لارې حكومت ته راغلے، د فافن پشمول نړيوالو ادارو هم د دې تصديق كړے، كه د دې ټاكنو د كال 2013م د ټاكنو سره مقابله وكړې شي نو معلومه به شي چې پي ټي آئي خپل تحريك تر ټولو وړاندې د ټاكنو كميشن سره د مراجعې كولو نه شروع كړے و. د دې نه پس ئې سترې محكمې ته مراجعه وكړه، د عدالت په امر يو عدالتي كميشن جوړ شو، زمونږ غوښتنه وه چې څلور حلقې دې پرانستل شي، هغه حلقې پرانستل شوې او درغلي ثابته شوه خو دا اپوزيشن نه د ټاكنو كميشن ته تللې او نه ئې سترې محكې يا كومې ادارې ته خواست كړے. ده ووئيل چې د كال 2018م د ټولټاكنو د سپېځلتيا اعتراف نړيوالو ادارو هم كړے، آيا اپوزيشن د انتخابي درغلې معامله د ټاكنو په كميسون، ستره محكمه يا پارلمان كښې پورته كړې، تاسو سره د درغلې ثبتونه كوم دي، زمونږ په تحريك او د دوي په تحريك كښې فرق دا دے چې مونږ هر يو جمهوري فورم كارولې او دوي غېر جهموري چالونه كاروي. په دې موقع د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډاپور ووئيل چې د نېب لخوا فضل الرحمان ته سوالنامه لېږل شوې، د ځواب وركولو په ځائ هغه دړكې كوي، مولانا فضل الرحمان ته به ځواب وركول وي. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د 40 كالو ريكارډ وړاندې كړے. هغه سترې محكمې صادق او امين ګرځولے او مولانا فضل الرحمان د قانون بالادستي نه مني. ده ووئيل چې په حقيقت كښې پي ډي اېم پاكستان ډكېت موومنټ دے. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د مولانا شېراني او حافظ حسېن پشمول نور علما عام وګړي نه دي بلكې د دوي د ګوند مهم مشران دي، دوي خپلې اندېښنې بيانوي.

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں