اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان چكوال ته ورسېدو، وزيراعظم په چكوال كښې د بېلا بېلو پرمختيائي پروژو د بنياد تيګه كېښوده. د وزيراعظم لخوا د چكوال دوره په تېر وخت كښې نظرانداز كړې شويو ضلعو ته د خاص پام كولو د حكومتي پالېسې عكاسي ده. وزيراعظم په چكوال كښې د چكوال پوهنتون بالكسر، د 500 بستر روغتون او د لاء كالج د بنياد تيګه كېښوده.