د ترهه ګرۍ په ضد ترلاسه كامیابۍ به هيڅ صورت بې ځايه نه ځي ، د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز ټویټ

image
APP47-151220 ISLAMABAD: December 15 - Senator Shibli Faraz, Federal Minister for Information and Broadcasting briefing the media persons about the decisions taken in the Federal Cabinet Meeting. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 16 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز آرمی پیلك سكول پېښور ته سلام كولو سره وئيلي دي هر كال د 16 دسمبر اے پی اېس پېښې په يادولو د ټولو وګړو زړونه دړديږي، ترهه ګرو د بې ګناه ماشومانو په شهیدولو ټول قام دړدولے دے۔د شورو په ورځ خپل يو ټويټ كښې وفاقی وزیرسینیټر شبلی فراز ووئيل نن مونږ د دې لوظ پخلے كوو چې د ترهه ګرو په ضد ترلاسه كامیابۍ به بې ځايه نه ځي۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ وسله والو او قانون نافذ كوونكو ادارو او اولس ګڼې قربانۍ وركړي۔ده ووئيل دعا كوو چې لوي څښتن دې شهيدانو له لوړې درجې او غمجنيو كورنيو له د زغم توفيق وركړي

مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں