اسلام آباد 01 فروري(اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر سره غېر ملكي سفارتكارو٬د نړيوال بېنك٬د آسيائي پرمختيائي بېنك او د اروپائي ائتلاف استازو د جمرود او پیښور دوره كړې چرته چې دوي د احساس پروګرام جاج واخست او مستحقينو سره يې ملاقات وكړو۔غېر ملكي پلاوي د احساس په پروګرام او د دې په بېلا بېلو اقداماتو كښې خوښي څرګنده كړه۔پلاوې په خېبر ضلع او پېښور كښې په لنډ ه موده كښې د احساس پروګرام د كاميابۍ او د دې پروګرام د ځانګړو خصوصياتو څخه ډېر متاثر شول۔د دورې په پېل كښې د خېبر ضلعې د جمرود په سول هسپتال كښې د احساس نشونما پرانسته هم وشوه