اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې ګورننس ښه كولو له موجوده ښارونه په سمارټ ښارونو كښې بدلولو ته اړتيا ده۔ ګورننس، تعليم او نورو څانګو كښې مصنوعي ذهانت او ډيټا سائنس كارولو سره د ژوند معيار ښه كيدې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ سمارټ سټيز پروګرام په اړه د غونډي مشري كولو سره وكړه۔ په غونډه كښې د سائنس او ټيكنالوجي وفاقي وزير فواد چوهدري، د لوړو زدكړو كمېشن چيئرمېن او آئي ټي پوهانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې سمارټ ښارونو جوړولو له د پوهانو يوه ډله جوړه شوې، خصوصي څانګو كښې د تحقيق او پرمختګ لپاره قومي مركزونه جوړ شوي۔ په دې موقع د خيالاتو څرګندونې سره صدر عارف علوي ووئيل ګورننس ښه كولو له موجوده ښارونه سمارټ ښارونو كښې بدلولو ته اړتيا ده، ګورننس، تعليم او نورو څانګو كښې مصنوعي ذهانت او ډيټا سائنس كارولو سره د ژوند معيار ښه كيدې شي۔ده ووئيل ډيجيټل انقلاب شد ښارونو ژوند ښه كولو يو ښه موقع ده ، ډيجيټل ټيكنالوجي په مرسته وګړو له زيات موثر ، كوټلي آسانۍ وركړې كيدل ممكن كيدې شي۔