د معيشت بيلو څانګو له د امريكې سرمايه كاري راغب كولو ته حكومت پام لرنه كوي ۔ د خزانې وزير مفتاح اسماعيل د امريكې ناظم الامور سره خبرې

image
APP35-270422 ISLAMABAD: April 27 - H.E. Dr. Christian Turner, British High Commissioner called on Federal Minister for Finance and Revenue Mr. Miftah Ismail at finance division. APP

اسلام آباد 27 اپريل (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقي وزير ډاكټرمفتاح اسماعيل وئيلي دي د پاكستان معيشت په بيلو څانګو كښې د امريكې سرمايه كاري راغب كولو ته حكومت پام لرنه كوي، حكومت غيرملكي سرمايه كارو لپاره كاروبار دوست ماحول وركولو له ھڅې كوي۔ ده دا خبره د شورو په ورځ په پاكستان كښې د امريكې سفارت خانې ناظم الامورانجيلا پي ايجيلا سره ملاقات كښې كړې۔ د خزانې سيكرټري او نور سينئرافسران هم په دې موقع موجود وو۔ د خزانې وزير د امريكې ناظم الامور هركلې كولو سره ووئيل پاكستان او امريكا خپلو كښې په پراخه بنيادونو او ګڼ اړخيزه اړيكې لري۔د خزانې وزير د موجوده حكومت اصلاحات په ايجنډا او پاليسيو رڼا واچوله ۔ ده ووئيل هېواد كښې اقتصادي او مالياتي استحكام لپاره د اقدامات سلسله روانه ده۔ د امريكې ناظم الامور د خزانې وزارت په چوكۍ سنبھالولو مفتاح اسماعيل له مباركي وركړه او د امريكې حكومت د اړخه ئې د پاكستان حكومت او اولس سره د معاونت كولو د عزم پخلے وكړو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں