وفاقي وزير اسد عمر جنوبي بلوچستان كښې د اوبو په منصوبو د كمانډ ايريا ډويلپمنټ مسودې بشپړولو سپارښتنه وكړه

image

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير اسد عمر د نهې په ورځ د پلاننګ كمېشن ډپټي چيئرمېن ٬ سيكرټري پلاننګ ډويلپمنټ او د بلوچستان حكومت چيف سيكرټري ته په جنوبي بلوچستان كښې د اوبو پراجيكټس كمانډ ايريا ډويلپمنټ مجوزه مسودې ته د حتمي شكل وركولو سپارښتنه كولو سره وئيلي دي بايد د بلوچستان اولس ښه والې ته پام لرنه وكړې شي دغسې چې هغوې دې منصوبو څخه مستفيد شي۔ وفاقي وزير دا سپارښتنه د جنوبي بلوچستان لپاره د كيډ په مجوزه مسوده د پيشرفت جاج اخستو لپاره د غونډې مشري كولو سره وكړه، مسوده د اوبو وسائلو وزارت جوړه كړې ۔په غونډه كښې د پلاننګ ډويلپمنټ اينډ سپيشل انيشيټوز سيكرټري ګډون كولو۔ دغسې د وزارت سيكرټري د اوبو وسائلو وزير ته په مجوزه مسوده بريفنګ وركړو۔ وفاقي وزير په دې موقع ووئيل په منصوبو عملدرآمد لپاره دې ګامونه واخستلې شي ، “د بلوچستان پرمختګ ته او په خاص توګه د جنوبي بلوچستان ځائې وګړو له د روزګار موقعې پيدا كولو ته حكومت پام لرنه كوي،”

مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں