فعاله بلدياتي نظام د ملي پرمختګ ضامن دې، د فعاله بلدياتي نظام د لارې د اولس زياتره مسئلې د دوئي په درشل حل كېدې شي۔ وزيراعظم عمران خان

image

اسلام آباد۔3فروری(اے پی پی)وزیراعظم عمران خان وئيلي دي فعاله بلدياتي نظام د ملي پرمختګ ضامن دې، د فعاله بلدياتي نظام د لارې د اولس زياتره مسئلې د دوئي په درشل حل كېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د زيارت په ورځ په پنجاب كښې د كېدونكو راروانو ټاكنو په اړه د يوې غونډې مشري كولو په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د بلدياتي نظام مقصد اختيار ښكته كچې ته منتقل كول دي۔ هغه ووئيل د دې نظام كاميابۍ لپاره ضروري ده چې د ټولنې ټولو طبقو او په خاص توګه مېرمنو ٬ ځوانانو ٬ كرونده ګرو او سوداګرو ته يو ډول نمائندګي وركړې شي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو مخدوم شاه محمود قرېشي ٬ شفقت محمود ٬ خسرو بختيار ٬ اسد عمر ٬ فواد چوهدري ٬ حماد اظهر او خصوصي مرستيال ډاكټر شهباز ګل ګډون كولو۔ د پنجاب اعلی وزير سردار عثمان بزدار ٬ مخدوم هاشم جوان خان ٬ محمد بشارت راجه او مياں محمود الرشيد د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې خپل ګډون باوري كړو۔

مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں