اسلام آباد02 فروري (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي پاكستان او مصر خپلو كښې د ورورولۍ اړيكې لري٬په نړيوالو چارو پاكستان او مصر يو ډول دريځ لري٬د دواړو هېوادونو ترمينځه كلتوري ورثې ته وده وركولو ته اړتيا ده۔ده دا خبره د شورو په ورځ پاكستان كښې د مصر سفير ډاكټر طارق دروګ سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔په ملاقات كښې په ډرامه٬فلم٬سيمه ايز او نړيوال صورتحال پشمول په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په ملاقات كښې د پاكستان او مصر فلمونو او ډرامو ترجمې لپاره د ډبنګ سنټر پرانستلو ته اتفاق راغلو او د افغانستان په صورتحال او د وزيراعظم عمران خان چين دورې په اړه هم خبرې وشوې۔وفاقي وزير ووئيل په نړيوالو چارو پاكستان او مصر يو ډول دريځ لري۔افغانستان كښې لويه انساني الميه رامخې ته كېږي۔په دې صورتحال كښې د افغانستان اولس يوازې نه شو پرېښودلے۔ده ووئيل د افغانانو مرستې لپاره به نړۍ له راوړاندې كېدل وي٬په دې لړ كښې دې مصر هم خپل كردار ترسره كړي۔وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم به د چين دورې په مهال د افغانستان په مسئله هم خبرې كوي۔په دې موقع د مصر سفير ووئيل مصر د پاكستان سره اړيكو ته وده وركول غواړي۔۔