برلن 04 فروري (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي جمو كشمير د پاكستان د سفارتي٬تذويراتي٬امنيتي او د اقتصادي پالېسيو سنګ ميل دے په كوم كښې چې د جمو كشمير د اولس ګټه او خېرښېګړه تر ټولو مقدم ده۔دا خبره ده د جمعې په ورځ په برلن كښې د پاكستان سفارت تر سيوري لاندې د كشمير يو والي ورځې په موقع ويبنار ته په خطاب كښې وكړه۔د اطلاعات او خپورنو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د آزادۍ ايجنډا به تر هغه وخت پاې ته ونه رسي تر څو چې د كشمير شخړه د كشمير اولس خواهشاتو له مخې حل نشي۔ده ووئيل د دې زړې شخړې پرامن حل څخه به نه يوازې د سيمه ايزو هېوادونو ترمينځه روابطو ته مرسته ترلاسه شي بلكې تجارت ته به هم وده ترلاسه شي او په منطقه كښې به خوشحالي راشي۔ده ووئيل د هند وزيراعظم نريندر مودي هندوتوا نظريې انسانيت يو خوا او په خاص توګه مقبوضه كشمير كښې سياسي مفادات بل خوا ساتلې دي۔ده د دې خبرې پخلے وكړو چې د وزيراعظم عمران خان حكومت او د پاكستان اولس د مقبوضه كشمير اولس سره ولاړ دے او پاكستان به د كشميري اولس تر حق خوداراديت ترلاسه كولو خپله اخلاقي٬سياسي او سفارتي ملاتړ دوامدار ساتي