فېصل آباد۔5 مئی(اے پی پی) داخله وزير رانا ثناﺀ الله وئيلي دي نا اهل او نالائقې ډلې د پاكستاني اولس څلور كاله ضائع كړل٬ اولس سره د دوئي كړې لوظونه د شګې دېوال ثابت شؤ٬ او اوس چې جمهوري ٬ آئيني ٬ قانوني او پارليماني طريقې سره له پخوانو واكمنو څخه اولس ته خلاصې وركړې شوې نو په دوئي د ټاكنو دوره راغلې ده٬ دوئي بايد په دې خبره پوه شي چې د قومي خزانې لوټ كولو او د هېواد معيشت ته د نقصان رسولو حساب اخستلو ه غېر به ټاكنې نه كېږي۔ ده ووئيل د ټاكنو مناسب وخت به كوم وي دا پرېكړه به مونږ كوؤ۔ ده په دھاندرہ كښې عيد ملن دستورې ته خطاب كولو۔ ده ووئيل عمراني حكومت بې وزله اولس لپاره د خېر ښېګړې كومه منصوبه نه ده رامخې ته كړې بلكې په سي پېك هم كار بند پاتې شو ٬ د دې نه لويه نااهلي بله كومه كېدې شي۔ رانا ثناء اللہ خاں ووئيل عمران خان يو وارې بيا د اولس د بې لارې كولو هڅه كوي ولې دې به خپلو ارادو كښې ناكامۍ سره مخ كېږي۔ ده ووئيل دې د خپل دور په ګرانۍ ٬ بېروزګارۍ ٬ لاقانونيت ٬ رشوت او لوټ مار د پردې اچولو هڅه كوي۔ ده ووئيل د ناقصه پالېسيو د لاسه هېواد د بهرنيو قرضو د ملبې لاندې شوې دې ٬ بياهم اوسني حكومت بهترۍ لپاره ګامونه پورته كول پېل كړې دي۔ ده ووئيل مياں نواز شريف ټول عمري له د اولس خذمت كړې٬ هېواد ئې اتومي قوت جوړكړو ٬ موټروېز يۍ جوړې كړې او دې نا اهلو كومه لويه منصوبه رامخې ته نه كړه بلكې د مخكښې نه راروانې منصوبې ئې هم بندې كړې۔ ده ووئيل اوسنې حكومت به يو وارې بيا د اولس د خېر ښېګړې منصوبې پېل كړي۔ د اسامه سعید لخوا په دھاندره كښې راجوړې كړې شوې عيد ملن دستورې ته خپل خطاب كښې میاں اجمل آصف (اېم پی اے) او نورو تقرير كوؤنكو د نواز شريف او مياں شهباز شريف په مشرتابه د بشپړ باو څرګندونه كولو سره ووئيل كه لويې څښتن ته منطور وي د مسلم ليګ نون په دور كښې به هېواد يو وارې بيا تندۍ سره پرمختګ وكړي۔ په دې موقع ګڼ شمېر كارمندان هم موجود وو۔