اسلام آباد 15ستمبر (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار وئېلي دي د موسمياتي بدلون په سبب پاكستان بدترين سېلاب سره مخ دے٬ په هېواد كښې په سېلاب ځپليو سيمو كښې د ځپليو د رېسكيو او بحالۍ عمل روان دے ۔د رېسكيو او بحالۍ هلو ځلو لپاره نړيوالې ورورولۍ د پاكستان مرسته كړې٬وزيراعظم محمد شهباز شريف او خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د ملګرو ملتنو سېكرټري جنرل انتونيو كوتريس سره د سختو سېلاب ځپليو سيمو دوره كړې۔د خارجه دفتر وياند د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال كړې۔ده ووئيل هند په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزي كوي٬هندي قابضو ځواكونو په شوپياں او د اسلام آباد په ضلعو كښې نور درې كشميريان شهيدان كړي٬هندي ځواكونه په بې ګناه كشميريانو ظلمونه كوي٬په مقبوضه سيمه كښې د هندي جارحيت غندنه كوو۔ده ووئيل مقبوضه كشمير د نړۍ داسې منطقه ده چرته چې په لويه شمېره هند خپل عسكر تعينات كړي او دغسې هند كشمير د نړۍ تر ټولو لوي زندان جوړ كړے۔ده ووئيل هند د اګست پنځمه نېټه كال 2019 غېر قانوني اقدام نه پس په مقبوضه كشمير كښې تراوسه 670 كسان وژلي دي او په دې كښې 150 سږ كال د يكم جنوري څخه تراوسه شهيدان شوي۔ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې خلق د رائے اظهار پشمول د ټولو بنيادي حقونو څخه محروم ساتلے شوي ٬د كل جماعتي حريت كنفرنس قيادت٬ځوانان٬خبريالان٬د بشري حقونو غړي او سول سوسائټۍ سره تعلق لرونكي كسان په زندانونو كښې بنديوان كړے شوي ۔ده ووئيل دا صورتحال د نه قبلولو وړ دے٬پاكستان د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوي چې هغوي دې په مقبوضه كشمير كښې د هند د لاسونو د بشري حقونو سنګين خلاف ورزۍ بندې كړي او په منطقه كښې د اوږې مودې امن لپاره د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميريانو د خواهشاتو له مخې د كشمير مسئله حل كړي۔وياند ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف په ازبكستان كښې د شنګهائي مرستې تنظيم مشرانو په غونډه كښې د ګډون لپاره په دوه ورځنۍ دوره تاشقند كښې دے ۔وزيراعظم به په ازبكستان كښې د قيام په مهال د اېس سي او غړو هېوادونو مشرانو سره هم ملاقاتونه كوي۔ده ووئيل خارجه وزير بلاول بهټو زرداري او نور وزيران او سينئر چارواكي هم د وزيراعظم سره د پاكستان په سركاري پلاوي كښې شامل دي۔ده ووئيل پاكستان د ماحولياتي آلودګۍ نه خپرېدو باوجود د موسمياتي تغير څخه نيغ په نيغه ځپلے كېږي۔د موسمياتي بدلون په سبب پاكستان دا مهال بدترين سېلاب سره مخ دے٬د هېواد په ځينو سيمو كښې د بارانونو او سېلاب له امله سخته تباهي شوې۔د سېلاب ځپليو مرستې لپاره پاكستان ته د دوست هېوادونو لخوا په لويه شمېره د مرستې سامان رالېږلے دے ۔د خارجه دفتر وياند ووئيل د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل د 9 او 10 ستمبر په مهال د پاكستان دوره كړی او د سېلاب ځپليو سره د يووالي څرګندونه كړې۔ده ووئيل د نړيوالې ادارې مشر د پاكستان دورې په مهال سېلاب ځپليو سيمو ته تللو سره بې كوره شوي كسانو سره ملاقاتونه كړي٬هغه ته د سېلاب له امله د شوي تباهۍ او ځپليو حلقو ته د مرستې وركولو لپاره د شوو اقداماتو په اړه بريفنګ هم وركړے شوے۔وياند ووئيل بېلو هېوادونو د سېلاب له امله د ځپليو كسانو مرستې لپاره د پاكستان سره د زړه نه مرسته كړی٬تراوسه د 100 څخه زياتو پروازونو د لارې د مرستې سامان پاكستان ته رارسېدلے دے كوم چې زمونږ پارټنرز او د نړۍ بېلو دوست هېوادونو رالېږلے دے۔وياند ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د برتانيې ملكه الزبته په مړينه د افسوس څرګندونه كړې او هغه د غمرازۍ لپاره په اسلام آباد كښې د برتانيې هائي كمېشن دوره هم كړې۔وزيراعظم د خپل برتانيې هم څنګ ته يو خط هم لېږلے چې پكښې د برتانيې حكومت او شاهي كورنۍ سره غمرازي كړی۔وزيراعظم د ملكه الزبت دوم د مرګ نه پس د برتانيې شاه چارلس سوئم له د شاهي چوكۍ په سنبهالولو د حكومت او پاكستان اولس لخوا د نيكو هيلو څرګندونه وكړه