وزيراعظم شهباز شريف ووړه، چيني او غوړي ارزان كړي، د برېښنا بند كارخانې ئې بېرته چلولې دي. د مريم نواز په فتح جنګ كښې اولسي غونډې ته وېنا

image

فتح جنګ 06 مئي (اے پي پي) د مسلم ليګ ﴿ن﴾ نائب صدر مريم نواز وئيلي دي چې وزيراعظم شهباز شريف ووړه، چيني او غوړي ارزان كړي، د برېښنا بند كارخانې ئې بېرته چلولې دي، راتلونكې دور د نواز شريف او شهباز شريف دے. هغې دا خبرې په فتح جنګ كښې اولسي غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دې موقع د مسلم ليګ ن لارښود ميا جاوېد لطيف، شكيل اعوان، سهېل كمړيال او نور هم موجود وو. هغې ووئيل چې وزيراعظم شهباز شريف په لنډه موده كښې د برېښنا بند كارخانه بېرته روانې كړې. مريم نواز ووئيل چې په غونډه كښې په لويه شمېره په ګډون كولو د اولس مننه كوم. هغې ووئيل چې فتح جنګ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ مركز او كور دے.

مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں