اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) د خارجه چارو وزير مملكت حنا رباني كهر سره پاكستان كښې د پولينډ سفير ميكېج پسارسكي او سويډن سفير هينرك پرسن د زيارت په ورځ په خارجه وزارت كښې ليدلې دي۔د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د يوكرين لپاره نړيوال ډونرز كنفرنس په حقله د خيالاتو څرګندونه شوې۔د خارجه چارو وزير مملكت حنا رباني كهر ووئيل پاكستان ټولو ځپليو سيمو كښې وګړو له په انساني بنيادونو رېليف وركولو له لوظي دے۔دې ووئيل په دې لړ كښې مونږ تېره مياشت په هنګامي بنياد د مرستې سامان دوه الوتكې ليږلې دي