د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال سره د چين لنډ مهاله سفير پينګ چونزوئي وليدل

image

اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال سره د چين لنډ مهاله سفير پينګ چونزوئي ليدلې دي۔په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د شريكې خوښې په چارو خبرې شوي ۔په دې موقع احسن اقبال ووئيل د زده كونكو د ډګرۍ پروګرام بشپړولو په مسئلو حل كولو كار كوو۔په دې لړ كښې په وړومبي پړاؤ كښې 200 زده كونكو ته ويزې جاري كوو٬ده د دواړو هېوادونو ترمينځه د سي پېك پروژو هر 15 ورځې پس د جاج اخستو تجويز هم وركړو ۔په ملاقات كښې د سي پېك په پروژو د كار په تندولو هم زور راوړلے شو ۔په دې لړ كښې د چين ملاتړ او مرستې ته اړتيا ده۔ده د پاكستان او چين فلم سازۍ په څانګه كښې په مرسته هم زور راوړو ۔دغسې د چين لنډ مهاله سفير د منصوبه بندۍ وزير ته په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړ

مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں