توشه خانه ريفرنس كښې په غلا نيولے شوے٬ كه پلټنې وكړې شي نو شوکت خانم هسپتال او نمل كالج يونيورسټۍ كښې به هم د عمران خان غلا ونيولې شي۔ رانا ثناء الله

image

اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير رانا ثنا الله خان وئيلي دي توشه خانه ريفرنس كښې د غلا سره نيولے شوے٬ كه پلټنې وكړې شي نو په شوکت خانم هسپتال او نمل كالج يونيورسټۍ كښې به هم د عمران خان غلا ونيولې شي٬ عمران خان د 26 كروړه روپو فراډ كړے٬ د سرو زرو قلمان ئې پټ كړے، عمران خان د عدالت سپكاوے كړے كوم چې ثابت شوے٬ اوس كه عمران خان معافي وغواړي نو هم توهين عدالت به ختم نشي٬ كومې صوبې چې د عمران خان د لانګ مارچ مرسته كوي ھغوي بيخي د آئين خلاف ورزوي كوي او په داسې كښې وفاقي حكومت د آئين له مخئ اقدامات كوي۔ دا خبره ده د اېف آئي اے او يو اېن او ډي سي په اشتراك سره د لوړې كچې مشاورتي وركشاپ ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ د اېف آئي اے ډي جي محسن حسن بټ، د يو اېن او ډي سي پاكستان لپاره نمائنده جرمي ملسيم، د انټرنېشنل آرګنائزيشن فارامائيګريشن چيف آف مشن مېلو سيټو، د نېشنل ټي آئي پي کمېټۍ کوآرډينيټر جاوېد اختر رياض او ايډيشنل ډي جي اېف آئي اے اشرف زبېر صديقي نه علاوه د اېس سي ډي او اېګزېكټو ډائرېكټر سيد کوثر عباس پشمول د سول سوسائټۍ او اېن جي اوز نمائيدګانو هم په دستوره كښې ګډون كولو۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل په توشه خانه ريفرنس كښې كه په عمران خان مقدمه درج وي يا نه ٬ د الېكشن كمېشن لخوا نااهل كېږي يا نه ٬ خو په دې حقله چې كومه بدنامي د عمران شوې هغه به ټول عمري هغه سره تړلې وي۔ ده ووئيل وړومبے مونږ مسلمانان يو٬ علماﺀ كرام دې د ټرانس جېنډر پحقله زمونږ لارښوونه وكړي چې په دې لړ كښې مذهب څه وائي، څه چې دين وائي د ھغې له مخې خپل ژوند رېګولېټ كول پكار دي ۔ ده ووئيل د كروندګرو د احتجاج له امله رېډ زون ته تګ راتګ بند كړے شوے٬ كروندګرو ته اپيل كوٶ چې د ډي چوك ضد پرېږدي، د دوي خبره اورېدو له چمتو يو٬ احتجاج د هر چا آئيني حق دے٬ ده ووئېل څوك چې احتجاج كول غواړي ھغوي د عدالت په ټاكلو خاص ځايونو كښې احتجاج كولې شي۔ وفاقي وزير په مشاورتي وركشاپ كولو د اېف آئي اے٬ يو اېن ډي پي٬ اروپائي ائتلاف او د نورو شراكتدارو مننه وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان تحفظ زمونږ د ټولو ذمه واري ده او مونږ له د جرائمو خاتمې لپاره لا موثر اقدامات كول دي

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں