حكومت به په سویډن كښې د قرآن پاك بے حرمتۍ په پېښه د ملګرو ملتونو پشمول په هر يو فورم خپل احتجاج ریكارډ كوي ۔ د قانون او انصاف وفاقی وزیر

image

اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقی وزیر سېنېټر اعظم نذیر تارړ وئيلي دي چې په سویډن كښې د قرآن پاك د بے حرمتۍ پېښه د غندني وړ ده، حكومت به د ملګرو ملتونو پشمول په هر يو فورم په دې اړه خپل احتجاج ریكارډ كوي، حكومت د خپلو نړيوالو او سفارتی ذمه وارو څخه په بشپړه ډول خبر دې او په دې معامله به كومه بې غوري نه شي كولې۔د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې په سویډن كښې د قرآن پاك د بے حرمتۍ پېښي په اړه په قرارداد د خيالاتو څرګندوني سره سېنېټر اعظم نذیر تارړ ووئيل قرآن پاك لوے څښتن د حضرت محمد(ص) په وساطت سره د ټولي نړۍ لپاره نازل كړې دې،په دې كښې د يو بل د رايو د احترام كولو ، وراثتی حقوق، بشري حقوق پشمول د نورو ټولو مسئلو حل شته،دا يواځي د مسلمانانو لپاره نه ،د نړۍ انسانیت لپاره دې ، مهذب قامونو كښې دا ډول ذهنیت لرل د فكر لمحه ده ، د دې پېښي چې څورمه هم غندنه وكړې شي كمه ده، پاكستان يو ذمه واره هېواد دې،مونږ د نړيوال قوانین له مخې د خپل احتجاج ریكارډ كولو حق لرو، غیر مسلمو په ایوان كښې عمر له په دې معاملے زمونږ ملګرتيا كړې ده، حكومت به په هر فورم دا معاملے پورته كوي، حكومت د خپلو نړيوالو او سفارتی ذمه وارو څخه خبر دې او په دې معامله به څه ډول بې غوري نه شي كولې،ده ووئيل حكومت به په دې معامله د ملګرو ملتونو او اروپائي هېوادونو پشمول په هر يو فورم خپلي ذمه وارۍ ترسره كوي۔

مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں