اسلام آباد۔1فروری (اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د مسلم ليګ (ن) سينئر نائب صدر او چيف آرګنائزر مريم نواز نن د شورؤ په ورځ د ګرد هېواد په كچه د تنظيمي دورو پېل بهاولپور ډويژن څخه كوي۔ مريم نواز به نن په بهاولپور كښې تنظيمي كنونشن ته خطاب هم كوي۔ په تنظيمي كنونشن كښې به نوې عهدېداران شاملېږي۔ په دې مهال به د ځائي عهدېدارانو تنظيمي غونډه هم كېږي۔ د مريم نواز په مشرۍ كښې غونډه كښې به د موجوده تنظيمي ډھانچې جاج اخستلے شي۔ د ځائي عهدېدارانو او كاركنانو په غونډه كښې به په تنظيمي چارو غور كولے شي۔