اسلام آباد26جنوری(اے پی پی)د اقتصادي رابطه كمېټۍ 2 لكه 50 زره مېټرك ټن چينۍ د برآمد كولو اجازه وركړې۔د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ(اي سي سي) غونډه د زيارت په ورځ وشوه۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو انجينئر خرم دستګير٬سيد نويد قمر٬سيد مرتضٰی جاوېد محمود٬د خزانې وزير مملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا٬پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي٬د وزيراعظم د خزانې خاص مرستيال طارق باجوه٬د وزيراعظم د حكومتي اقداماتو خاص مرستيال ډاكټر محمد جهانزېب خان٬د وزيراعظم د تجارت او صنعت كوآرډينېټر رانا احسان افضل٬د سټېټ بانك ګورنر٬وفاقي سېكرټريز او نور سينئر افسرانو ګډون كولو۔د تجارت وزارت د چينو برآمد په اړه يوه سمري اېس بي پي او پي اېس اېم اے تجاويز سره جمع كړی چې پكښې د ادائيګۍ طريقه كار او د برآمدي رقم وصولۍ لپاره د مدت په اړه شرائط وړاندې كړې شوي ٬وئيلي شوي چې اي سي سي د وړاندې نه په 3 جنوري 2023 په مجموعي توګه د 250000 مېټرك ټن چينۍ برآمد اجازه وركړی ۔خو د اسټيك هولډرز لخوا د چينۍ برآمد په عمل كښې ځينې پوښتنې راپورته كړې شوي۔دغسې د چينۍ په برآمد كښې آسانۍ لپاره اي سي سي د تفصيلي بحث نه پس د نظرثاني شوو شرائطو منظوري وركړې ۔