عمران خان په هېواد كښې انتشار غواړي٬هغه د دړكو د لارې د خپلې خوښې پريكړې غواړي٬د سازش په بيانيه د خپل لوټ مار او كاركردګۍ څخه د اولس پام نشي اخوا كولے٬مريم اورنګزېب

image
APP49-140522 ISLAMABAD: May 14 - Federal Minister for Information and Broadcasting Marriyum Aurangzeb addressing a Press Conference. APP

اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت مريم اورنګزېب وئېلي دي عمران خان په هېواد كښې انتشار غواړي٬هغه د دړكو د لارې د خپلې خوښې پريكړې غواړي٬د سازش په بيانيه خپل لوټ مار او د كاركردګۍ څخه د اولس پام نشي اخوا كولے ٬عمران خان د پاكستان عزت ته زيان رسولې٬دوست هېوادونو سره يې اړيكې خرابې كړي٬خارجه پالېسي يې تباه كړې٬ځوانانو ته ئې دروغ وئېلي٬د پاكستان د اولس معاشي تباهي ئې كړې٬نن د پېټرول٬ډيزل او ګرانۍ شرح چی په كومه كچه ده٬د دې ذمه وار عمران نيازي دے٬څلور كاله لوټ مار كونكې نااهله ټوله څلور اونۍ وړاندې راتلونكي حكومت څخه پوښتنه كوي٬د عمران نيازي له د پوښتنې ځواب وركول دي٬پوښتنه نه دي كول٬عمران خان په كوم حېيثت سره د خېبرپښتونخوا حكومت چورلكه كاروي؟د سيالكوټ غونډې لپاره د مذهبي ځاي انتخاب د قبلولو وړ نه دے٬تحريك انصاف چا د جلسې كولو نه منع كړے٬د مسيحي ورورولۍ د جذباتو احترام كولو په ځاې هغه د انتشار خپرولو هڅه كړې۔د خالي په ورځ پرېس كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال دې ووئيل نالائق٬نااهل٬غل٬دروغ٬كرپټ٬كارټلز او مافيا ټوله څلور كاله په اقتدار كښې پاتې شوې٬د اقتدار څخه د تللو نه پس د اپرېل 3مې نېټې څخه تر 12 مې هغه آئيني شكني كړی٬ هغې ووئېل په آئين شكني او په پارليمان د بريد يوازنے مقصد دا و چې هغه په اقتدار كښې پاتې شي۔كه هر څومره ګراني وي يا معاشي تباهي وي هغه اولس سره هېڅ سروكار نه لري۔هغې ووئيل تر څلور كاله لوټ كونكے ټولګے نن د هغه خلقو نه پوښتنه كوي كوم چې د څلورو اونيو راهيسې په حكومت كښې دي۔د اطلاعات وفاقي وزيرې ووئيل د سيالكوټ غونډې لپاره د خېبرپښتونخوا سركاري چورلكه استعمالولې شي٬د چورلكې كيس٬د پیښور بي آر ټي٬د مالم جبه پشمول ټول كيسونه د پاكستان اولس ته ياد دي٬عمران نيازي د خېبرپښتونخوا سركاري چورلكه په كوم حېثيت كاروي؟ هغې ووئيل ھغه كومه سركاري چوكۍ يا داسې پوزېشن نه لري چې د خېبرپښتونخوا سركاري چورلكه استعمال كړی شي٬سركاري وسيلې استعمالولو سره ادارو ته كنځلې كوي۔د سيالكوټ غونډې ذكر كولو سره هغې ووئيل سي ټي آئي بوائز هائي سكول د سيالكوټ ډپټي كمشنر ته د مئي په نهمه نېټه خط ليكلے ؤ چې په چرچ ګراؤنډ كښې د مسيحي ټولنې د عبادت ځاے دے دلته غونډه نشي كېدې۔هغې ووئيل مسيحي ټولنه په سيالكوټ كښې يو تاريخي پس منظر لري٬د سيالكوټ پرمختګ او د پاكستان په پرمختګ كښې د مسيحي ورورولۍ يو لوي كردار دے۔ هغې ووئېل مسيحي ټولنې په ګراؤنډ كښې د غونډې په ضد احتجاج كړے۔مسيحي ټولنه وائي چې دا د زمونږ د عبادت ځاے دے ٬ د دې نه علاوه دې كوم بل ځاے غونډې لپاره وټاكلے شي خو د پي ټي آئي خلك د غنډه ګردۍ د لارې د چرچ ځاې استعمالولو لپاره ضد كوي۔هغې ووئيل صوابي٬شانګله او اټك كښې اولس بيانيه كتلې٬زمونږ بيانيه يوازې د پاكستان اولس ته رېليف وركول دي٬د عمران خان نه پوښتنه كوو چې عمران خان د پاكستان عزت كم كړے٬ دوست هېوادونو سره يې اړيكې خرابې كړي٬خارجه پالېسي يې تباه كړې٬ځوانانو ته يې دروغ وئېلي۔مريم اورنګزېب ووئيل په تېر وخت كښې نېب د نيازي لخوا جوړ ؤ چې نېب به څوك ګرفتار كول نو دوه ورځې وړاندې به يې اعلان كولو چې فلانے به نيولے كېږي٬هغې ووئيل د اختياراتو ناجائز استعمال سره نېب يرغمال كړے شوے ؤ

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں