اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب وئيلي دي چې پاك چين ملګرتيا په ټوله نړۍ كښې يو مثال دې، سټريټجكي پارټنر شپ او سفارتي اړيكو سره د پاك چين ملګرتيا پيل شوې، اقتصادي راهدارۍ په شان منصوبې د پاكستان اقتصادي سوكالۍ او سټريټجك پارټنر شپ پشمول د سيمې ځوانانو او نوې نسلونو لپاره د پرمختګ او سوكالۍ څرګندونه ده۔ د دې خيالاتو څركندونه ده دې د پاك چين سفارتي اړيكو په 71مې سالګره د وزيراعظم په خاص سپارښتنه د چين قونصليټ دورې په موقع دستورې ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع دې د وزيراعظم شهباز شريف خصوصي پيغام هم واورولو۔ وفاقي وزير اطلاعات ووئيل نن د پاك چين سفارتي اړيكو 71 كاله پوره شوې ، نن يوه تاريخي ورځ ده۔ پاكستان او چين ترمينځه اړيكو لوئ اهميت لري ځكه چې دا د دواړه هېوادونو د اولس څخه پيل كېږي، د دواړه هېوادونو اولس خپلو كښې بې كچه مينه لري۔ دې ووئيل كله چې هم د چين كومه منصوبه پاكستان ته راځي نو مونږ باور لرو چې دا به زمونږ د ګټي لپاره وي۔ وفاقي وزير اطلاعات ووئيل په كراچۍ كښې د ترهه ګرۍ يوه ناوړه پېښه رامخې ته شوې، دا ډول پېښې د پاك چين اړيكو ته زيان رسولو يوه هڅه ده۔ د دې پېښې نه پس وزيراعظم شهباز شريف د امنيت او انفراسټركچر ميكنزم بيا د سره جاج اخستلې او دا مهال هغه ټولې چارې پخپله مانيټر كوي۔دې ووئيل دواړه هېوادونه خپلو كښې د شريك احترام او باور خپلولي لري۔ وفاقي وزير اطلاعات د دې تاريخي ورځ په موقع د چين اولس او حكومت له مباركي وركولو سره ووئيل وزيراعظم مستقل خواهش لري چې د چين سره د ملګرتيا او باور خپلولي لا قوي شي۔ وفاقي وزير اطلاعات د پاك چين سفارتي اړيكو په 71 كاله پوره كيدو كيك هم كټ كړو۔ په دې موقع وفاقي سيكريټري اطلاعات شاهيره شاهد هم موجود وه۔