اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي په هېواد كښې د جمهوريت استحكام او د اولس ښېګړی لپاره ټولو اتحادي ګوندونو له په ګډه كار كول ډېر ضروري دي٬په حكومتي كچه ټولو پريكړو كښې به قامي مفاد په هر حال مقدم ساتلے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعيت علماﺀ اسلام(ف)مشر مولانا فضل الرحمان سره په خبرو كښې كړې چا چې د ګل په ورځ ده سره ملاقات كولو ۔په ملاقات كښې د هېواد د موجوده سياسي او معاشي صورتحال تفصيلي جاج واخستلے شو٬اولس د ګرانۍ دلدل څخه ويستلو او په هېواد كښې معاشي استحكام باوري كولو په ضروري اقداماتو خبرې وشوې۔وزيراعظم اولس ته رېليف وركولو لپاره په ماركيټ كښې ضروري څيزونه په ارزانه بيعه وركولو له د عزم پخلے وكړو او وې وئېل په دې لړ كښې به ټولې ترلاسه وسيلې په ښه ډول كارولې شي۔وزيراعظم ووئيل په هېواد كښې د جمهوريت استحكام او د اولس ښېګړې باوري كولو لپاره ټولو اتحادي ګوندونو له په ګډه كار كول ضروري دي او دې مقصد لپاره په حكومتي كچه ټولو پريكړو كولو كښې به د قام ګټه په هر حال مقدم ساتلې شي۔په ملاقات كښې اتفاق وكړے شو چې د جمهوريت او آئين پاسداري د پاكستان د پرمختګ او استحكام ضامن دهِ۔