اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د دبئي څخه نيويارك ته رسېدلے دے ۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ګلوبل فوډ سېكورټي كال فار ايكشن وزارتي غونډه كښې او د نړيوال امن او سلامتيا بحالۍ ٬شخړو هواري او د خوراك په حفاظت د سلامتي كونسل ښكاره بحث كښې ګډون لپاره په لنډه دوره نيويارك ته رسېدلے دے ۔هغه د كمرشل فلائټ د لارې نيويارك ته رسېدلے ۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اكرم او په امريكا كښې د پاكستان سفير مسعود خان٬نائب مستقل استازي٬سفير عامر خان٬ قونصل جنرل نيويارك ٬مېرمن عائشه علي او په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مشن او نورو افسرانو د هغه هركلے وكړو