اسلام آباد 17مئي (اے پي پي) د هاؤسنګ اينډ ورکس وفاقي وزير مولانا عبدالواسع د کراچۍ اېم اے جناح سړك ، بولټن مارکيټ سره نزدې د چاؤدنې غندنه كړې ده۔ مولانا عبدالواسع په چاؤدنه كښې په شوې قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې ده۔ وفاقي وزير په چاؤدنه كښې د شهيد شوي كسانو كورنيو سره د يووالي او ژوبل كسانو زر روغتيا له هم دعا اوكړه۔