بهاولپور 28 مئي (اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ نواز مركزي نائب صدرې مريم نواز وئېلي دي تېر وزيراعظم عمران خان په خپلو څلورو كلونو كښې په حكومت كښې هېڅ نه دي كړي ځكه موجوده حكومت د مرستې لپاره نړيوالې مالياتي ادارې(آئي اېم اېف)ته لاړو۔د خالي په ورځ ډرنګ اسټېډيم كښې يوې لويې اولسي غونډې ته د وېنا كولو په مهال دې ووئيل د ضروري څيزونو په بيعو كښې د اضافې او پیټروليم منصوعات په بيعو كښې د اوسنۍ اضافې ذمه وار پخوانے وزيراعظم عمران خان دے۔دې ووئيل دا د عمران خان حكومت ؤ چا چې د آئي اېف سره لوظ نامې كړې وې چې له مخې يې اوس مسلم ليګ(ن)په مشرۍ كښې حكومت د پیټروليم مصنوعات په بيعو كښې د اضافې نه علاوه كوم آپشن نه لرلو خو ستم ظريفي دا ده چې عمران خان هم بيعو كښې په زياتوالي٬د ډالر په بيعه او د پیټروليم منصوعات په بيعو كښې په زياتوالي شور كوي ٬ دې ووئېل عمران خان په خپل دور كښې په داسې چارو ولې غلے پاتې كېدو ؟د مسلم ليګ(ن)لارښودې ووئيل عمران خان د خپلې سياسي ګټې لپاره مذهبي كارډ كاروي۔دې ووئيل كوم كس چې مذهب د خپلې سياسي ګټې لپاره كاروي هغه د ټولې منطقې لپاره خطر دے۔د چاغي اتومي تجربې ذكر كولو سره دې ووئيل دا زما پلار ؤ چا چې د اربونو ډالرو مرستې وړاندېز رد كولو سره د پاكستان دفاع ناقابل تسخير جوړولو پريكړه كړې وه۔هند پنځه اتومي تجربې كړي چې په ځواب كښې يې نواز شريف د وزيراعظم په توګه پاكستان كښې شپږ چاودنې كړي