د لوے څښتن په وړاندې سجده كونكو مسلمانانو قتل د قرآن د تعلیماتو په ضد دې۔ وزیراعظم شهبازشریف د پېښور پولیس لائنز جومات كښې د ځانمرګي بريد غندنه وكړه

image

اسلام آباد 30 جنوري (ار پي پي) وزیراعظم شهباز شریف د پېښور پولیس لائنز جومات كښې د ځانمرګي چاؤدني سخته غندنه كولو سره وئيلي چې د وګړو بې ځايه وينه بهاونكي به بخښلې نشي۔د ګل په ورځ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان كښې وزیر اعظم وئيلي دي چې د لوے څښتن په وړاندې سجده كونكو مسلمانانو قتل د قرآن د تعلیماتو په ضد دې، دلوے څښتن كور په نښه كول د دې خبري ثبوت دې چې بريد كونكي د اسلام سره هيڅ تعلق نه لري۔ وزیراعظم ووئيل د وګړو ناحق وينه بهاونكي به په هيڅ صورت بخښلې نشي،د ترهه كرۍ ختمولو لپاره به ټول قام او ادارې يو موتې كيدو سره د ېد مقابله كوي،ټول قام خپلو شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كوي۔وزیراعظم وئويل خېبرپښتونخوا كښې د امن خراب شوې صورتحال په اړه به كوټلي تګلاره خپلولې شي ،وفاق به د صوبو د ترهه ګرۍ مخنيوي صلاحیت زياتولو كښې مرسته كوي۔وزیراعظم د كورنيو چارو وفاقی وزیر ته سپارښتنه وكړه چې صوبو او په خاص توګه خېبرپښتونخوا كاؤنټر ټیررازم ډیپارټمنټ صلاحیت زياتولو مرسته وكړي۔وزیراعظم د شهيدانو لوړو درجو ، د غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا اوكړه۔

مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں