د پاكستان كوم پلاوي د اسرائيل دوره نه ده كړې٬ د خارجه دفتر وياند

image

اسلام آباد۔29مئی (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند د ميډيا د پوښتنو په ځواب كښې دا خبره په کلکه رد كړې ده چې د پاكستان يو پلاوي د اسرائيل دوره كړې ده۔ د اتوار په ورځ په دې اړه سپيناوې كولو سره وياند ووئيل چې د كومې دورې په اړه چې پوښتنې پورته كېږي د دغې اهتمام يو غېر ملكي اېن جي او كړې وو كومه چې پاكستان كښې كار نه كوي۔ وياند ووئيل د فلسطين په مسئله د پاكستان دريځ ښكاره دې ٬ كوم ابهام نه لري۔ ده ووئيل زموږ په پالیسي کښې کوم بدلون نه دې راغلې په كومه چې بشپړه ملي اجماع موجوده ده۔ ویاند زیاته کړه چې پاکستان په رېفرنډم کښې د فلسطیني ولس د نه منسوخ كېدونكي حق کلک ملاتړ کوي. د ملګرو ملتونو او د او آئي سي د اړوندو قراردادونو له مخې د يو داسې فلسطيني رياست جوړېدل د منطقې امن لپاره ضروري دې چې قدس يۍ پلازمينه وي ٬ جغرافيائي وحدت او خپلواكي لري او پولې يۍ هغه وي كومې چې د كال 1967 نه وړاندې وې

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں