د پېښور پوليس لائن چاؤدنې پېښه كښې ككړ به انصاف سره مخ كولې شي٬ داسې ناوړه اقدامات د قام عزم كمزورے كولے نشي۔ د پوځ سرلښكر سيد عاصم منېر كوركمانډرز كنفرنس ته خطاب

image

پېنډۍ ۔31جنوری (اے پی پی) د پاك پوځ سر لښكر سيد عاصم منېر د پېښور پوليس لائن چاؤدنې پېښې شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلې دي پېښه كښې ككړ كسان به انصاف سره مخ كولې شي٬ داسې بزدلانه اقدامات د اولس عزم كمزورے كولے نه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده كور كمانډرز كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ د آئي اېس پي آر له مخې 255 م کور کمانډرز کنفرنس د نهې په ورځ د پاك پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منېر په مشرۍ كښې په جي اېچ كيو پېنډۍ كښې وشو۔ كنفرنس كښې ګډون كوؤنكې د روانو او رامخې ته كېدونكو خطرو ٬ د مقبوضه كشمير صورتحال او ګرد هېواد كښې د ترهګرو ترمينځه د تعلق ختمولو له د پوځ او قانون نافذ كوؤنكو ادارو لخوا په استخبارات اډانه عملياتو څخه خبر كړے شول ۔ فورم په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو او د آبادۍ بدلولو د هندي عزائمو نوټس اغستو سره د دې عزم پخلے وكړو چې د ملګرو ملتونو د اړوندو قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير آزادۍ لپاره د روانو هڅو به ملاتړ كولې شي۔ فورم په پېښور پوليس لائن چاؤدنه كښې شهيدو شوو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔د پوځ سرلښكر ووئيل دا ډول ناوړه پېښې د اولس عزم كمزورے كولے نه شي بلكې د ترهګرۍ په ضد روان جنګ كښې كاميابۍ لپاره زمونږ عزم له مضبوطوي۔ ده ووئيل د هر ډول ترهګرۍ په ضد زيرو ټالرنس لرو۔ ده كمانډرز ته هدايت وكړو چې هغوي استخباراتي او قانون نافذ كوؤنكو ادارو سره په ګډه تر هغه وخته د ترهګرو مخنيوي له په روانو كارروائيو نظر اوساتي تر كومې چې پةخ امن راغلے نه وي۔ فورم په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزو او د آبادۍ تناسب بدلولو له د هندي عزم نوټس هم واغست۔

مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں