نړيواله ورورولي دې په غزه كښې روان غېر قانوني او د پرله پسې جارحيت خاتمې لپاره مداخلت وكړي۔ د خارجه دفتر ويانده

image

اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) پاکستان د فلسطين سياسي ډلو لخوا په بيجنګ كښې د “اتحاد اعلاميې” هركلے كړے۔ د دې خيالاتو څرګندونه د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ په پرېس بريفنګ كښې وكړه ۔ دې د ګتورو خبرو اترو لپاره د فلسطين د سياسي ډلو په راجمع كولو كښې د چين كردار تسليمولو سره ستائنه وكړه ۔ وياندې ووئيل د فلسطين اولس په خاص توګه په غزه كښې روانو جنګي جرائمو او د اسرائيلي قابضو ځواكونو لخوا د نړيوال قوانين بيخي خلاف ورزۍ له مخې د هغوي ترمېنځه اتحاد د ډېر اهميت وړ دے ۔ وياندې ووئيل پاكستان يو ځل بيا نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوي چې ھغوي په غزه كښې د روان غېر قانوني او پرله پسې جارحيت خاتمې لپاره په سمدستي توګه مداخلت وكړي۔ وياندې ووئيل مونږ د فلسطيني اولس د خپلواكۍ د ناقابل تنسيخ حق٬ د دوي فلسطين ته بېرته د ستنېدو حق او القدس الشريف د پايه تخت په توګه د يو آزاد فلسطيني رياست د جوړېدو ملاتړ هم پخلے كوٶ۔

مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں