د پسمانده طبقو خېرښګرې لپاره د بي آئي اېس پي څخه د مستفيد كېدونكو شمېره دې زياته كړې شي ۔ صدر مملکت آصف علي زرداري

image

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د بېنظير انکم سپورټ پروګرام دائره کار لا زياتولو په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دې د پسمانده طبقو خېرښګرې لپاره د بي آئي اېس پي څخه د مستفيد كېدونكو شمېره دې زياته كړې شي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د بي آئي اېس پي چيئرپرسن روبينه خالد لخوا د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې د وركړې شوي بريفنګ په مهال وكړه ۔ ده د پروګرام دفتر په ګوادر كښې د جوړولو امر كولو سره ووئيل د پسماندہ طبقو خېرښګرې لپاره د بي آئي اېس پي څخه د مستفيد كېدونكو شمېره دې زياته كړې شي۔ صدر مملکت د بېنكونو لخوا بېنظير کارډ هولډرز څخه د 0.45 فيصده سروس چارجز اغستلو د نوټس تر مخه ووئيل سروس چارجز ختمولو لپاره دې سټېټ بېنك سره رابطه وكړې شي۔ ده ووئيل بېنكونو ته دې د انكم سپورټ پروګرام مستحقينو لپاره د كهاتے خلاصولو ووئيل شي، د ادائيګي جديد نظام څخه به د پروګرام څخه مستفيد كېدونكي د استحصال څخه بچ شي۔ صدر مملکت زياتو مستحقو زده كوونكو ته وظيفې وركولو لپاره د ډونرز او نجې څانګې په شموليت زور رواړو ۔ په دې موقع صدر ته د بېنظير کفالت ، تعليمي وظائف ، سکالرشپس برائے انډر ګريجويټ او نشوونما پروګرام په اړه بريفنګ وركړے شو او د دې خبرې نه خبر كړے شو چې سږ كال انكم سپورټ پروګرام لپاره 598.715 اربه روپۍ بېلې كړې شوي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول د بېنظير کفالت پروګرام فليګ شپ پروګرام دے او د کفالت پروګرام له مخې ګرد هېواد كښې اهل مېرمنو او نر ښځيو ته غېر مشروط نغدې وركولې شي ٬ بريفنګ كښې زياته كړې شوه چې بېنظير کفالت پروګرام لپاره د مالي كال 25-2024 په مهال 93 لكه اهل كورنيو لپاره 461 اربه روپۍ او په سكولونو كښې داخلې زياتولو٬ د كم آمدن لرونكو كورنيو ماشومانو ته تعليم لپاره 77.18 اربه روپۍ بېلې كړې شوي٬ بېنظير تعليمي وظائف پروګرام څخه به 97 لکه كسان مستفيد شي او دې سره سره انډرګرېجوټ پروګرام لپاره د سکالرشپس له مخې لس زره زده كوٶنكو ته وظيفې وركولو لپاره 1.7 اربه روپۍ بېلې كړې شوي۔ صدر مملکت د بريفنګ په مهال خبر كړے شو چې د غذائيت کمي او د روزنې مسئلو مخنيوي لپاره 20 لکه حامله او شوده وركوٶنكو مېندو او ماشومانو ته خوراك هم وركړے كېږي او د كال 2022 سېلاب په مهال بي آئي اېس پي ګرد هېواد كښې سېلاب ځپليو 27 لكه كورنيو ته 70 اربه روپۍ وركړي۔ په دې موقع صدر مملکت د ټولنې مستحقو او پسمانده طبقو ته مالي ريليف وركولو لپاره د بي آئي اېس پي ستائنه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں