ګوادر كښې تش په نامه د بلوچ راجي مچي په جامه كښې په امنيتي اهلكارو بريد٬ د پاك پوځ ځوان شهيد٬ د يو پوځي افسر پشمول 16 ځوانان ژوبل

image

پېنډۍ 29 جولائي (اے پي پي) ګوادر كښې د ګوډاګي بلوچ راجي مچي په نامه په امنيتي اهلكارو بريد وكړے شو چې په نتيجه كښې ئې د پاك پوځ يو ځوان شهيد او د يو پوځي افسر پشمول 16 ځوانان ژوبل شول ٬ پاك پوځ د ګڼې لخوا د تشدد كاروائۍ د نه زغملو وړ ګرځولو سره ذمه وار انصاف سره مخ كولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔ د آئي اېس پي آر له مخې د جولائي په 29م نيټه ګوډاګي بلوچ راجي مچي په نامه پرتشدد ډلې په ګوادار كښې په وظيفه ترسره كوٶنكو اهلكارو بريد وكړو چې په نتيجه كښې ئې سپاهي شبير بلوچ (عمر: 30 كاله (ضلع سبي) شهيد شو او د دې نه علاوه مظاهرچيانو د بريدونو په نتيجه كښې د يو پوځي افسر پشمول 16 ځوانان ژوبل كړل ٬ بلخوا په سوشل ميډيا غېر قانوني تشدد مارچ لپاره همدردي او ملاتړ ترلاسه كولو لپاره د پروپېګنډا كوٶنكو لخوا جعلي عكسونه او وېډيوز په كارولو ناسمه او په بدنيتۍ اډاڼه پروپېګنډه كولې شي۔ د آئي اېس پي آر وېنا ده چې امنيتي ځواكونو د اشتعال انګيزۍ باوجود د غېر ضروري سول وژنې څخه بچ كېدو لپاره ډېر د تحمل څرګندونه وكړه ٬ د ګڼې پرتشدد کاروائۍ د نه قبلېدو وړ دي ٬ ذمه وار به انصاف سره مخ كولې شي ٬ ټولو وګړو ته غږ كوٶ چې ھغوي د پروپېګنډې نه ښكار كېږي٬ پرسكون او د امن سره اوسئ او امن او امان برقرار ساتلو لپاره قانون نافذ كوٶنكو ادارو سره مرسته وكړئ۔ د آئي اېس پي آر وېنا ده د پاكستان امنيتي ځواكونه قام سره په ګډه د بلوچستان امن او استحکام د سبوتاژ كوٶنكو هڅې ناكامه كولو له عزم لري۔

مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں