اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي)د اطلاعات٬خپرونو٬قومي ورثه او كلتور وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي د آئي پي پيز مسئله سياسي نه ده٬هر يو غواړي چې برېښنا ارزانه شي٬ځينې خلق د بجلۍ معامله سياست لپاره كارول غواړي٬وزيراعظم شهباز شريف د معاشي اصلاحات په تګلاره كار كوي٬د بجلغ وېش كوونكو كمپنو د نجكارۍ عمل پیل شوے ٬ډسكوز به د سياسي لاس وهنې نه پاكولې شي۔د زيارت په ورځ پي ټي وي هېډكوارټرز كښې د اېم كيو اېم پاكستان لارښود مصطفٰی كمال سره پرېس كنفرنس ته د اطلاعات وزير ووئيل په ډاكټر خالد مقبول صديقي او مصطفٰی كمال مشتمل د اېم كيو اېم پاكستان پلاوي د وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د بجلۍ بلونو او د آئي پي پيز په چارو غور وشو۔ده ووئيل اېم كيو اېم عمر له د حكومت اتحادي په توګه د حكومت اصلاحاتي تګلاره كښې ګټور كردار ترسره كړے په كوم چې مونږ د دوي مننه كوو۔ده ووئيل د بجلۍ معامله د ټول قام ده٬په 2013 كښې چې كله زمونږ حكومت راغلے ؤ نو مونږ د اتلس اتلس ساعته لوډشېډنګ خاتمه وكړه۔په هغه وخت د وفاق او پنجاب حكومتونو د آر اېل اېن جي تر ټولو ارزانه د بجلۍ پلانټونه ولګول۔ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د معاشي اصلاحات په تګلاره كار كوي٬وزيراعظم د راتللو سره د دسټري بيوشن كمپنو د نجكارۍ اعلان كړے د كوم نه وروستو چې د قانون دننه په سټېټ اون انټرپرائزز ايكټ كښې بدلون وكړے شو د كوم ترمخه چې د بجلي وېش كوونكو كمپنو د نجكارۍ عمل پیل شوے۔ده ووئيل ډسكوز د سياسي لاس وهنې نه پاكولو او د پروفيشنل او اهل كسانو راوستو پريكړه شوې۔په دې حقله په قانون كښې ترميم شوے٬د ډسكوز نجكاري د وخت سره سره مخ په وړاندې روانه ده۔ده ووئيل د 200 يونټس كارونكو پروټيكټډ او نان پروټيكټډ صارفينو له د درېو مياشتو جون٬جولائي او اګست لپاره د 50 ارب روپو سبسډي وركړې شوې٬دا لويې رقم د پي اېس ډي پي په ترقياتي بجټ كښې د كمي كولو سره د سبسډي په مد كښې وركړے كېږي دغسې چې په ګرمۍ كښې د اولس د بجلۍ بلونه كم راشي۔ده ووئيل د اضافي بلونو او د بجلۍ غلا په اړه هم اقدامات روان دي۔ده ووئيل د بجلۍ د بلونو جمع كولو په وروستۍ نېټه كښې د لس ورځو پراختيا ځكه وكړی شوه چې د زياتو بلونو لېږلو چارې وكتلې شي۔وفاقي وزير ووئيل آئي پي پيز سياسي مسئله نه ده٬په هر دور كښې آئي پي پيز لګېږي خو مسئله دا ده چې د ټول سسټم وړاندې څنګه بوتلل دي۔ده ووئيل د آئي پي پيز په معامله د وړاندې نه خبرې روانې دي٬هر څوك غواړي چې بجلي ارزانه شي۔ده ووئيل د اېم كيو اېم مشرانو دا د قومي نوعيت معامله رامخې ته كړی۔د حكومت د ټولو اتحاديانو فرض دي چې هغوي خپله خپله رائے وركړي او په دې لړ كښې خپلې هڅې پكار راولي دغسې چې اولس ته رېليف ترلاسه شي۔ده ووئيل ځينې خلق دا معامله سياسي مقاصد لپاره استعمالول غواړي٬په ماضي كښې ډېر خلق په اقتدار كښې پاتې شوي په دې مسئله په مثبت توګه خبره پكار ده۔صرف تنقيد برائے تنقيد نه٬تنقيد د اصلاح لپاره پكار دے۔د قومي نوعيت دا معامله په ګډه حل كول پكار دي۔ده ووئيل وزيراعظم هم دې ته ترجيح وركوي چې بجلي ارزانه شي او حكومت د وړومبۍ ورځې نه په دې كار كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د غنمو بحران په حقله د هغه وخت د قومي غذائي تحفظ سېكرټري او اېس ډي كړے شو٬د پاسكو افسرانو په ضد هم محكمانه كاروائي وكړې شوه٬د ري سټريكچرنګ په حقله ده ووئيل د اېف بي آر د ډيجيټلائزېشن عمل روان دے٬د ملينډا ګيټس فاؤنډېشن د لارې مکینزی كارپورېشن د اېف بي آر په ډيجيټلائزېشن كار كوي۔په دې د پاكستان حكومت يوه روپۍ هم نه خرڅ كېږي۔ده ووئيل د ټيكس بنياد پراخه كړے شوے٬د فائلر شمېره پرله پسې زياتېږي٬نزدې د 49 لكه فائلرز شمېره زياته شوې۔ده ووئيل حكومت د پي ډبليو ډي محكمه بنده كړه٬پي ډبليو ډي د كرپشن مركز ؤ ٬د هغې بندولو څخه به په كلنه توګه څو سوه اربه روپۍ بچت كېږي٬دا د هغه معاشي اصلاحاتو د تګلارې برخه ده٬د كومې ترمخه چې د اېف بي آر ډيجيټلائزېشن كېږي۔ده ووئيل د رائټ سائزنګ او ډائون سائزنګ په حقله معاملات په تندۍ سره وړاندې روان دي۔د چين پلاوې هم پاكستان په دوره راغلے۔ده ووئيل د حكومت هڅه ده چې په معاشي اصلاحات عملدرآمد وكړي۔ده ووئيل په 2018 كښې مونږ 4 فيصد ګراني پرېښې وه٬شرح نمو 6 فيصد وه٬د دغې نه پس په څلورو كلونو كښې هېواد تباهۍ ته ورسولې شو۔ګراني 23 فيصد ته لاړه٬د 6 فيصده شرح نمو په كمېدو يو فيصد ته راغله چې هېواد ديواليه كېدو ته نزدې شو نو اووئيل شول د امريكې سازش دے ٬په هېواد كښې كركه او تشدد له هوا وركړی شوه۔ډېر كسان د ديواليه كېدو چهاپ نه بچ كېدو لپاره په رخصتۍ لاړل۔ده ووئيل خدائے مه كړه كه هېواد ديواليه شوے ؤ نو په هېواد كښې به خانه جنګي وه۔په لارو كښې به لوټ مار ؤ ٬د بهر راتلونكي ايئر لائنز به بند شوي وو او د بانكونو نه بهر به د خلقو پيسو ويستلو لپاره لوئې لوئې قطارونه ولاړ وو۔د پېټرول نرخونه به دومره زيات شوي وو چې اغستل به ئې د چا په وس كښې نه وو۔مونږ هېواد ديواليه كېدونه وساتلو٬نن د تېلو نرخونه كمېږي٬د پیټروليم ډوېلپمنټ ليوي ګنجائش ساتلے شوے ؤ٬خو هغه لګېدو ته ورنه كړے شو۔ده ووئيل د پي ټي آئي باني په دور كښې د روپۍ قدر دومره غېر مستحكم ؤ چې برآمد كوونكي پوهېدل نه چې په كومه بيعه برآمدات كول دي۔د اېل سيز پرانستل بند شوي وو٬ده ووئيل مونږ د ډالر قاچاق او ذخيره اندوزۍ مخ نيوے وكړو۔برآمدات د 28 ارب ډالره نه تر 31 ارب ډالر رسېدلې دي٬نن روپۍ مستحكمه ده۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل حكومت په معاشي اصلاحات كار كوي٬احتجاج د مسئلو حل نه دے٬د جماعت اسلامي مشران زمونږ لپاره د احترام جوګه دي٬مونږ خبر يو چې هغوي سره مونږ د عزت او احترام رشته لرو٬پرون هم د حكومت ټيكنيكل كمېتۍ د جماعت اسلامي سره خبرې كړې دي٬جماعت اسلامي دې احتجاج ختم كړي او زمونږ سره دې د مسئلو حل له خبرو ته كېښني۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل تحريك انصاف له نه ناغوښتے رېليف وركړے شو۔ده ووئيل په آئين كښې واضحه دي چې كه كوم آزاد غړي له په كوم ګوند كښې شموليت كول دي نو هغه دې په دريو ورځو كښې شموليت اختيار كړي ګينې نو بيا به د 63A نافذ كېږي۔د سياسي ګوندونو په حقله هم آئين واضحه دے٬په كمېټۍ كښې به په دې خبره كېږي چې كله دا د قانون برخه شي ۔ده ووئيل د پي ټي آئي باني به اول وئېل زه به نه پرېږدم اوس وائي زما سره خبره اوكړې ۔د كنځلو ٬ ستغو سپورو او د نفرت سياست د پي ټي آئي د باني د منشور برخه دے۔