په منطقه كښې د تل پاتي پرمختګ ودې لپاره جامع او نتيجو وركوونكو پاليسيو ته ضرورت دے۔ جام کمال خان

image

اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان وئيلي دي په منطقه كښې د تل پاتي پرمختګ ودې لپاره جامع او نتيجو وركوونكو پاليسيو ته ضرورت دے۔ دا خبره ده په اسلام آباد كښې د اي سي او عمومي سېكتر سفير خسرو نوزيري سره وكړه چا چې دوي سره ملاقات كولو۔ په ملاقات كښې په سميه ايز تجارت او د اقتصادي مرستې كونسل د سباٶن په لاره د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ده د سفير نوزيري په اي سي او كښې د غېر معمولي خدمات ستائنه كولو سره دا هيله څرګنده كړه چې دا اصلاحات به د نوي عمومي سېكتر سفير اسد مجيد خان په مشرۍ كښې روان پاتي وي او تنظيم به وده ومومي۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔

مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں