پاكستان د بنګله دېش په شيتالكهايا درياب كښې د مسافرو كشتۍ ډبېدو په نتيجه كښې په قيمتي ځاني زيان د افسوس څركندونه وكړه

image

اسلام آباد 05 اپرېل(اے پي پي) پاكستان د بنګله دېش په شيتالكهايا درياب كښې د مسافرو كشتۍ ډبېدو په نتيجه كښې په قيمتي ځاني زيان د افسوس څركندونه كړې۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند په يو ټوېټ كښې د بنګله دېش په شيتالكهايا درياب كښې د يو مال وړونكې كشتۍ ټكر سره د مسافرو كشتۍ په ډوبېدو په قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې۔ د خارجه دفتر وياند په افسوس ناكه پېښه د بنګله دېش حكومت٬اولس او غم جنو كورنو سره غمرازي وكړه۔ د مېډيا رپورټس له مخې د بنګله دېش په شيتالكهايا درياب كښې مال وړونكې كشتۍ سره د ټكر كېدو نه پس د 100 څخه زيات مسافرو وړونكې يوه وړوكې كشتۍ د ډوبېدو په نتيجه كښې 26 كسان مړه شوي

مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں