ملتان 09 اپريل (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي جنوبي پنجاب صوبه جوړول د تحريك انصاف منشور برخه ده۔د اكثريت نه لرلو په سوب په سمدستي توګه د صوبې جوړول ممكن نه ؤ خو د تحريك انصاف حكومت جنوبي پنجاب كښې بهاولپور او ملتان كښې سيكرټريټ جوړولو سره د جنوبي پنجاب صوبې جوړولو پلو ګام پورته كړے كوم به چې سباؤن كښې د جنوبي پنجاب صوبې جوړولو بنياد وګرځي، ن ليګ جنوبي پنجاب صوبه جوړولو له مخلص نه دے۔كه دواړو ګوندونو غوښتلے وي نو په خپل دور كښې ئې صوبه جوړولې شوه۔ تحريك انصاف د جنوبي پنجاب د اولس د محروميو څخه خبر دے او د جنوبي پنجاب اولس تحريك انصاف له بشپړ مينډيټ وركړے۔ تحريك انصاف د جنوبي پنجاب د اولس د مينډيټ احترام كولو سره به د دې ځائې د وګړو د محروميو ازاله كوي۔د جمعې په ورځ ده په خپل كور كښې د تحريك انصاف ميرمنو ونګ جنوبي پنجاب جنرل سيكرټري قربان فاطمه سره ملاقات كښې خبري كولې۔ ده ووئيل ځيني عناصر د جنوبي پنجاب سيكرټريټ زغملے نشي او د دې په ضد ډنډوري كوي۔ده په ډاګه كړه چې جنوبي پنجاب سيكرټريټ به قائم وي او بشپړ اختيارات سره به ډير زر فعاله شي۔ده ووئيل وزيراعظم د جنوبي پنجاب سيكرټريټ جوړولو كښې خاص خوښي لري۔ هغه ښكاره امر كړے چې د جنوبي پنجاب سيكرټريټ كښې به د ټولو محكمو سيكرټريز ته بشپړه اختيارات ترلاسه وي او په دې اړه يوه وزارتي كمېټي هم جوړه شوې كومه به چې رولز آف بزنس كښې بدلون كولو سره جنوبي پنجاب سيكرټريټ فعالولو له زر تر زره خپل سفارشات وړاندې كوي۔ د پي ټي آئي لارښودې قربان فاطمه جنوبي پنجاب سيكرټريټ فعالولو له په بشپړه كردار ترسره كولو او د وزيراعظم پاكستان عمران خان او پنجاب وزيراعليٰ سردار عثمان خان بزدار په وړاندې د جنوبي پنجاب لپاره په هلو ځلو كولو د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي ستائنه وكړه او د سيكرټريټ د اختيارات په بحالۍ ئې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي له مباركي وركړه