د روس خارجه وزير سرګئے لاروف به په دوه ورځنۍ سركاري دوره(نن)اسلام آباد ته راځي

image

اسلام آباد 05 اپرېل(اے پی پی) د روس خارجه وزير سرګئے لاروف به په دوه ورځنۍ سركاري دوره(نن)د نهې پھ ورځ اسلام آباد ته راځي۔د روسيې خارجه وزري به د پاكستان خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د پلاؤ په كچه خبرې اترې كوي٬هغه به وزيراعظم عمران خان او نورو اعلٰی چارواكو سره ملاقاتونه هم كوي۔د خارجه دفتر وياند له مخې د خبرو په مهال به د پاكستان او روسيې د اړيكو د ټولو اړخونو جاج اخستلې شي او په بېلا بېلو څانګو كښې به د دوه اړخيزه مرستې زياتولو په چارو خبرې كولې شي۔دواړه خارجه وزيران به په سيمه ايز او نړيوالو چارو هم خبرې كوي۔د خارجه وزير سرګئے لاروف لخوا دا دوره د پاكستان او روسيې د فېډرېشن ترمينځه د زياتېدونكو روابطو او په اعلٰی كچه د تبادلې برخه ده

مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں