په هره ضلع كښې د احساس سروے په ترسره كېدو د تحصيل په كچه رجسټرېشن ډيسك پرانستل كېږي. د وزيراعظم خاص مرستياله ډاكټر ثانيه نشتر

image

اسلام آباد 10 اپريل (اے پي پي﴾ د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر وئيلي دي چې په هره ضلع كښې د احساس سروے په ترسره كېدو د تحصيل په كچه رجسټرېشن ډيسك پرانستل كېږي. د خالي په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې هغې ووئيل چې د دې رجسټرېشن ډېسك جوړولو مقصد دا دے چې كه چرته داسې مستحق كورنۍ وي كومې چې په كومه وجه په سروے كښې نه وي شاملې شوې، چې هغوي په خپله په دې كښې ځان رجسټر كړې شي.

مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں