اسلام آباد 07 اپريل (اے پي پي) د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس نور 4004 كيسونه رپورټ شوي٬په وبا كښې نور 102 كسان په حق رسېدلې دي۔د نېشنل كمانډ اينډ آپرېشن سنټر(اېن سي او سي)له مخې د تېرو 24 ساعتتونو په مهال د كورونا په وبا كښې د پنجاب نه پس په خېبرپښتونخوا كښې تر ټولو زيات مرګونه شوي٬د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نتيجه كښې 102 كسان په حق رسېدلې دي چې پكښې 32 كسان په وينټي ليټر موجود وو۔د اېن سي او سي له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا نور 4004 كيسونه رامخې ته شوي۔د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا 41 زره 699 ټېسټونه شوي٬تراوسه په هېواد كښې د كورونا څخه د ښه شويو كسانو شمېره 6 لكه 20 زره 789 ته رسېدلې۔په ګلګت بلتستان او بلوچستان كښې د كووېډ كوم رنځور په وينټي ليټر نشته٬په ټول هېواد كښې 443 رنځوران په وينټي ليټر موجود دي او د فعاله كيسونو شمېره 64 زره 373 ده۔د ځپليو ټوله شمېره 7 لكه 188 ده او د حق رسېدليو ټوله شمېره 15 زره 26 ته رسېدلې۔تراوسه پھ هېودا كښې د كووېډ 1 كروړ 5 لكه 35 زره 61 ټېسټونه شوي دي۔په هېواد كښې د كووېډ علاج لپاره په بېل كړی شويو 631 روغتونونو كښې 4 زره 529 رنځوران تر معالجه لاندې دي